امریکا او ترکیه د اسلامي دولت ډلې پرضد ګډ پوځي عملیات کوي

Image caption پي کې کې ډلې ویلي چې ترکیه د اسلامي دولت ډلې پر ضد د بریدونو په پلمه له دوی سره جګړه کوي.

امریکا تاید کړې چې ترکیې سره یې د اسلامي دولت ډلې پر ضد په سوریه کې د ګډو پوځي عملیاتو د زیاتولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وویل، تر دې وروسته به د ترکیې پر پوله لا ډېر ایتلافي هڅې او انرژي په کار واچول شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د اسلامي دولت ډله تعقیبوو او هر چېرې چې وي، موږ ورپسې ورځو. اوسمهال داسې برېښي چې دوی د ترکیې د پولې په لوېدیځه برخه کې ځای نیولی دی".

"ځکه نو ویلی شم چې ایتلافي ځواکونه به هم خپلې هڅې او انرژي په همدغو سیمو کې متمرکزې کړي".

نوموړي دا خبره رد کړه چې ګنې امریکا په شمالي عراق کې د کردي ځواکونو پر ضد د ترکیې د هوايي بریدونو ملاتړ کړی دی.

"موږ د پي کې کې (کردي بېلتونپاله ډله) پر وړاندې د ترکیې ګامونه او د اسلامي دولت ډلې سره یې د همکارۍ تړاو نه ارزوو".

پي کې کې ډلې ویلي چې ترکیه د اسلامي دولت ډلې پر ضد د بریدونو په پلمه له دوی سره جګړه کوي.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میولوت غوص اوغلو، وايي د پي کې کې او اسلامي دولت ډلې تر منځ توپیر نه شته.

نوموړي وویل: "تاسو نه شئ ویلی چې پي کې کې ځکه ښه ده چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جنګېږي. آیا هغوی د سوریې د حاکمیت او سولې لپاره جنګېږي؟ نه".

"هغوی غواړي د سوریې ځینې سیمې ونیسي او بیا خپلو منځو کې د واک پر سر وجنګېږي".

دا په داسې حال کې ده چې سوریه کې هغو کردي جنګیالیو چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جنګېږي، تور لګولی چې ترکیې یې پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.

ورته مطالب