چین کې د اپل موبایلونو جعلي کارخونه موندل شوې

د انځور حقوق Getty
Image caption چینایانو په دې اړه هوکړه کړې، چې د د دواړ هېوادونو تر منځ په پراخه کچه د لېږدېدونکو رالېږدېدونکو جعلي توکو مخې نیولو لړ کې له امریکایانو سره ګډ کار وکړي

چین کې چارواکو یوه کارخانه موندلې، چې په جعلي توګه یې اپل موبایلونه جوړول. ویل کېږي، چې دغه کارځای کې تر اوسه ۴۱۰۰۰ اپل موبایلونه په غیر قانوني توګه جوړ شوي دي.

چارواکو کارخانې کې ۹ کسان نیولي دي. ویل کېږي، چې دغه کارخانې نه سلګونو کارکونکو استعمال شوي ځېرک موبایلونه له بیا رغاونې وروسته د نویو موبایلونو په نوم بهر ته صادرول.

دوی وايي په دغه ځای کې د ۱۲۰ میلیونو ین ( ۱۹ میلیونه ډالرو ) په ارزښت جعلي موبایلونه جوړ شوي وو.

رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه کارخونه د تېرې مې میاشتې په ۱۴ نېټه موندله شوې وه، خو په ټولیزو رسنیو کې دغه موضوع د بیجینګ وګړو امنیت ادارې لخوا د یکشنبې په ورځ افشا شوه.

د یادې کارخونې فعالیت په جنورۍ کې پیل شوی و. بیجینګ چارواکي وايي د چین پلازمېنې بیجینګ په څنډو کې د دغې کارخونې مشرتوب یوه میړه او مېرمنې یې کاوه.

چارواکي وايي دوی ته د کارخانې شتوالي په اړه امریکايي چارواکو خبر ورکړی و، چې یو شمېر جعلي موبایل ټیلیفونونه یې موندلي وو.

دغه رپوټونه داسې مهال خپاره شوي، چې چینايي چارواکي د جعلي توکو جوړیدو مخنیوي لپاره پراخ عملیات کوي. دوی پر شرکتونو فشار راوړي، چې تر رجسټرډ نومونو لاندې خپل تولیدات وکړي.

چینایانو په دې اړه هوکړه کړې، چې د د دواړ هېوادونو تر منځ په پراخه کچه د لېږدېدونکو رالېږدېدونکو جعلي توکو مخې نیولو لړ کې له امریکایانو سره ګډ کار وکړي.

له دې څلور کاله مخکې د چین په کونمینګ ښار کې د ایپل جعلي پلور دکانونه موندل شوي وو. د برډا برډ نومي ویبلاګ لیکوالې په وینا چې هغه دکانونه یې افشا کړي وو، د دکانونو ډېری کارکونکو منلې وه، چې دوی د دغه امریکايي الکترونیکي شرکت له لوري په دنده ګومارل شوي دي.