د يوه يهودي بريد کې شپږ کسان په چاړو وهل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption بريد کوونکي د پوليسو له خوا پېژندل شوی، وايي يشای سېشل نومېږي.

په بيت المقدس کې، د همجنسبازانو په لاريون کې يوه یهودي بريد کوونکي ۶ کسان په چاړو وهلي دي.

د پوليسو وياند بي بي سي ته ويلي نيول شوي کس وړاندې په ۲۰۰۵ کال کې هم په لاريون کې دری کسان په چاقو وهلي وو.

دغه کس چې يشاي سېشل نومېږي يو "سخت دريځی" يهود دی چې تېر ځل د بريد په تړاو په ۱۲ کاله بند محکوم شوی و.

ويل کېږی نوموړی دری اوونۍ وړاندې له بند خوشي شوی و.

روغتيايي چارواکي وايي له ټپي شويو کسانو د دوو حالت نازک دی.

عيني شاهدانو د اسراييلو هرټز اخبار ته ويلي دغه کس پر لاريون کوونکو له شا بريد کړی او په زوره نارې يې وهلې.

Image caption يشای سېشل درۍ اوونۍ وړاندې له بند ازاد شوی و

د همجنسبازانو دغه لاريون په بيت المقدس کې د سخت دريځو او منځلارو يهودانو تر منځ د ترينګلتيا سبب ګرځېدلی دی.

د اسراييلو چارواکي وايي په سلګونو پوليس يې په دندو ګومارلي چې د دې لاريون ساتنه وکړي.

وړاندې "سخت دريځي" يهودان په ميه شېرم ښار کې د همجنسبازانو پر وړاندې د لاريون لپاره راټول شوي وو.

د انځور حقوق AP