هند د ممبۍ خونړیو بریدونو تورن اعدام کړ

د انځور حقوق Getty
Image caption ده ته اړونده دوسیه په هند کې د عامو خلکو په منځ کې د دوه ډوله ذهنیتونو د را منځ ته کېدو لامل شوه او ډیرو د دغه حکم د تعلیق غوښتنه کوله

هند د یعقوب مامون په نوم هغه تورن اعدام کړی، چې د ۱۹۹۳ کال د ممبۍ ښار خونړيو بریدونو کې پرې د مالي همکارۍ تور و.

د مهاراشترا ایالتي دولت چارواکو ویلي، مامون د نګپور په زندان کې اعدام شو.

هغه بریدونه په یوه مهال د ۲۵۷ کسانو د وژلو لامل شول او د دغو بریدونو انګېزه د هغو مسلمانانو د وژلو غچ په ګوته شوی و چې له دې پېښو څو میاشتې مخکې په قتل رسېدلي وو.

هندوستان کې اعدامونه په کمه کچه ترسره کېږي له ۱۹۹۵ کال راهیسې تر دې دمه یوازې ۳ کسان په دغه هېواد کې اعدام شوي دي.

مامون څو ساعته وروسته له هغه چې وروستۍ محکمې یې د اعدام څنډول رد کړل، په دار وځړول شو.

د هغه کال په مارچ میاشت کې د بمبۍ په بورس بازار، د ایر ایندیا هوايي کرښو دفترونه او یو لوکس هوتل په نښه شوي وو.

مامون په ۲۰۰۷ کال کې د ممبۍ محکمې په مرګ محکوم کړ. پر نوموړي تور و چې له برید کوونکو سره یې مالي او لوژستکي مرستې کړې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مامون په ۲۰۰۷ کال په اعدام محکوم شوی و

د هغو ۱۱ کسانو له ډلې چې په دغو پېښو کې په اعدام محکوم شوي وو له مامون نه پرته د نورو کسانو سزا په عمري بند بدله شوه.

ده ته اړونده دوسیه په هند کې د عامو خلکو په منځ کې د دوه ډوله ذهنیتونو د را منځ ته کېدو لامل شوه او ډېرو د دغه حکم د ځنډولو غوښتنه کوله.

د انځور حقوق
Image caption مامون څو ساعته وروسته له هغه چې وروستۍ محکمې یې د اعدام څنډول رد کړل په دار وځړول شو

ډېری بیا په دې باور دي چې تایګر مامون د یعقوب مامون ورور او یو بل کس د داود ابراهیم په نامه د دغو پېښو اصلي عاملین دي چې دواړه یې لاهم تري تم دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ممبۍ بریدونو کې لږترلږه ۲۵۷ کسان وژل شوي وو

ورته مطالب