د ميانمار سېلابونو کې ۲۰ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د جون پر ۱۶ پيل شويو بارانونو کروندې، سړکونه، د رېل پټرۍ، پلونه او د اوسېدو کورونه ويجاړ کړي دي

په ميانمار (برما) کې د تېرې اوونۍ پيل شويو بارانونو له کبله سېلابونه راغلي چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د خرابې هوا او بارانونو له کبله د ميانمار په شمال ختيځ کې د ځمکې ښوېدلو له کبله ګڼ شمېر کسان په لرې پرتو سيمو او کليو کې بند پاتې دي.

يو راپور ښيي چې تر ۱۵۰۰۰۰ کسان له خپلو سيمو بېځايه شوي دي.

د ميانمار چارواکي وايي په راتلونکو ورځو کې د نورو بارانو وېره هم شته.

د جون پر ۱۶ پيل شويو بارانونو کروندې، سړکونه، د رېل پټرۍ، پلونه او د اوسېدو کورونه ويجاړ کړي دي.

د فرانسې د خبري اژانس پر وينا "تر پنجشبنې (۳۰ جولای) پورې په دې سېلابونو کې ۲۷ کسان وژل شوي او څلور لا درکه دي".

ملګري ملتونه وايي په برما کې پوځيان له ځايي مرستندويه ټولنو سره يو ځای د ژغورنې عملياتو لپاره کار کوي.

د ميانمار چارواکو له خلکو غوښتي چې که کولای شي خوندي ځايونو ته ځانونه ورسوي.

ويل کېږی د سېټوي ښار ته ټول الوتنې بندې شوي دي.

د انځور حقوق epa
Image caption يو راپور ښيي چې تر ۱۵۰۰۰۰ کسان له خپلو سيمو بېځايه شوي دي

دغه سيمه کې ۱۴۰۰۰۰ بېځايه شوي روهنګا مسلمانان اوسېږي.

يو عيني شاهد وايي خلکو د ځان ژغورلو لپاره منډې وهلې، ځينې خلک خوندي ځايونو لکه ښوونځيو ته لېږدول شوي دي.

د دې هېواد دولتي رسنۍ وايي ولسمشر تين سين له خپلو وزيرانو غوښتي چې د سېلاب سيمو ته سفر وکړي.

بل خوا د نيپال په لوېديځ کې د تېزو بارانونو له امله ځمکه ښوېدلې چې لږ تر لږه شل کسه يې وژلي دي. چارواکي وايي وېره دا ده چې د مړو شمېر ښايي لا ډېر شي.

له پلازمېنې- کټمنډو - ٢٠٠ کيلومتره لرې کلو کې په لسگونه کسان لا هم تري تم دي. پرله پسې باران د ژغورنې چارې له خنډونو سره مخامخ کړې دي.