"ماشومان دې د انلاين ليکنو د پاکولو حق ولري"

د انځور حقوق bbc
Image caption "دغه ډله وايي ماشومان بايد پوره حق ولري چې څه يې خپاره کړي وي له منځه يوسي"

بريتانيا کې يو کمپاين پيل شوی چې ماشومان وکولای شي خپلې تېرې انلاين کړنې له منځه يوسي.

دغه کمپاين چې د ای رايټز يا انټرنيټ حقونو په نوم يادېږي وايي هر ماشوم بايد وکولای شي هر څه يې چې انلاين خپاره کړي وي په اسانۍ سره بدلون په کې راولي او يا له منځه يوسي.

د بريتانيا د انټرنيټ خونديتوب وزير بارونس شيلډز هم له دغه خوځښت ملاتړ کړی دی.

د اي رايټز، انټريټ حقونو ډله وايي غواړي تجارتي کمپنۍ وهڅوي چې له دولت سره يو ځای د ځوانانو انټرنيټي کړنو د خونديتوب لپاره کار وکړي.

دوی وايي غواړي ځوانانو ته په انلاين کړنو کې پوره واک ورکړی.

د ماشومانو د حقونو د خونديتوب تر څنګ دغه ډله وايي ځوانان بايد د ډيجيټل زده کړې حق ولري او بايد له دې خبر وي چې د دوی له معلوماتو يا ډېټا به څرنګه ګټه اخيستل کېږي.

د دې کمپاين کوربه، ځينو خيريه ټولنو لکه بارکلېز بانک، اېن اېس پي سي سي خيريه ټولنې له دغه کمپاين ملاتړ کړی.

د بريتانيا د انټرنيټ خونديتوب وزير وايي دغه د انټرنيټي حقونه ټولنه حکومت ته ځانګړې معلومات ورکوي چې وکولای شي له بېلا بېلو ټولنو سره يو ځای د ځوانانو د خونديتوب لپاره کار وکړي.

دی وايي "موږ اي رايټز په تعليمي برخو، تجارتي او خپلو خدمتونو کې کار وو".

يوه دولتي سلاکاره رېچل اوکنل وايي د معلوماتو د خوندي کولو نوي قوانين به په ۲۰۱۶ کال کې پلي شي.

دې زياته کړه ځوانان د انټرنېټي خونديتوب په اړه پوهېږي او د خپلو معلوماتو او عکسو نو د خونديتوب لپاره يې يو کمپاين هم پيل کړی دی.

دا وايي ډېری تجارتونه اوس په دې اند دي چې انلاين خونديتوب يوه سوداګريزه ګټه ده.

بل خوا د بريتانيا کوين مري پوهنتون يو قانون پوه اين ولډين وايي ډېری مشهورې کمپنۍ د ماشومانو له معلوماتو زياتې پيسې لاس ته راوړي.

دی وايي په دې اړه کار ته اړتيا ده.