لیبیا کې ۴ هندي ښوونکي تښتول شوي دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دغو کسانو هڅه کوله چې د طرابلس او تونس له لارې هند ته بیرته ستانه شي خو سیرت ښار په ۵۰ کیلیومترۍ کې نادرکه شول

د هند د بهرنیو چارو وزارت په لیبیا کې د خپلو ۴ تنو وګړو د تښتول کېدو په اړه خبر ورکړی.

د رپوټونو پر اساس دغه ۴ کسان سرت ښار ته نژدې تښتول شوي دي.

تښتول شویو کسانو د سرت ښار په پوهنتون کې د ښونکي دنده ترسره کوله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دغو کسانو هڅه کوله چې د طرابلس او تونس له لارې هند ته بیرته ستانه شي خو سیرت ښار په ۵۰ کیلیومترۍ کې نادرکه شول.

تر دې دمه هیڅ کومې ډلې د دغو کسانو د تښتولو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

. د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه بیانیه کې اعلان وکړ، چې د دغو کسانو له کورنیو سره په اړیکي کې دي او خپلې ټولې هڅې به وکړي چې هغوی خوشې شي.

په سرت ښار کې چې د لیبیا پخواني مشر معمر قذافي د زیږدو ولایت دی اسلامي دولت ډله په کې فعاله ده.

د انځور حقوق kerala government
Image caption شاوخوا یو کال مخکې ۶۵ هندۍ نرسانې د لیبیا په هغو سیمو کې چې نښتې په کې دوام لري تښتول شوې وې

اسلامي دولت ډلې دوه میاشتې مخکې د دغه ښار ډیرې سیمې تر ولکې لاندې کړې.

شاوخوا یو کال مخکې ۶۵ هندۍ نرسانې د لیبیا په هغو سیمو کې چې نښتې په کې جریان لري تښتول شوې وې.

دغه نرسانې چې د لیبیا په بېلابېلو روغتونونو کې په دندې بوختې وې یوه میاشت وروسته هند ته بیرته ستنې شوې.

د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې ۴۰ هندي کار کوونکي چې ټول ودانیزو کارونو کې بوخت وو د عراق په موصل ښار کې تښتول شوي وو تر دې دمه د هغوی د ژوند او مرګ په اړه هیڅ کوم خبر نه شته.

ورته مطالب