اروپا يي ټولنې د ایران د تیلو له دو شرکتونو څخه بندیزونه لرې کړل

Image caption اروپايي ټولنې د ایران د تیلو پر دوو شرکتونو د محکمې په حکم بندیزونو لرې کړي

اروپايي ټولنې د ایران د تیلو پر دوو شرکتونو د محکمې په حکم بندیزونو لرې کړي.

دغه دوه شرکتونه چې د اروپايي ټولنې لخوا د بندیزونو له لړلیک څخه بهر کړل شوي یو یې د پتروپارس عملیاتي او مدیریتي شرکت دی او بل یې د پترو پارس د مهندسي سرچینو شرکت دی چې دغو دوو شرکتونو له دې مخکې اروپايي محکمې ته د بندیزونو د لګېدو له کبله شکایت کړی و.

پر دغو دوو شرکتونو د بندیزونو د لرې کېدو لامل د دوی لخوا محکمې ته شکایت کول او د محکمې د امر پر بنسټ بندیزونه ترې لرې شول چې د ایران له اتومي وروستۍ هوکړې سره تړاو نه لري.

د بریتانیا د مالیې وزارت وايي، له دې وروسته به به د شتمنۍ د کنکل کېدو قوانین پر دغو دوو شرکتونو نه عملي کېږي.

د دغو دوو شرکتونو ترڅنګ د ایران دوو نورو شرکتونو ته چې یو یې ایران پتروپارس او دویم یې د پترو پارس میادین نفتي خدمتنوو په نامه شرکتونو دي د هغه دلیل له مخې، چې وايي د ایران نفتو راکړې ورکړې ملي شرکت کې یې رول مهم دی، د بندیزونو د لرې کېدو امر ونه شو.

ورته مطالب