هند او ميانمار کې سېلابونو ګڼ کسان وژلي

د انځور حقوق Sitanshu kar MoD
Image caption چارواکي وايي د هند په بېلابېلو برخو کې د نورو بارانونو وېره شته

د هند او ميانمار په بېلابېلو برخو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۴۰ کسان وژل شوي او په سلګونو زره نور زيانمن شوي دي.

د هند په شمال ختيځ مني پور کې د تېزو بارانونو او سېلابونو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي د هند په بنګال کې هم د بارانونو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوه هندي اخبار "دي هندو" په وينا د دې هېواد په بنګال کې د وژل شويو کسانو شمېر ۴۰ ته لوړ شوی او د مرګ ژوبلې نوې پښې په ميدني پور، ناديا او کولکته کې رامنځ ته شوې دي.

د دې اخبار پر وينا په زيانمنو شويو سيمو کې يو نيم سل کمپونه جوړ شوي چې شاوخوا ۹۰۰۰۰ کسان په کې ځای پر ځای شوي دي.

چارواکي وايي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د نورو بارانونو امکان هم شته.

د بنګال والي ممتا بنرجي وايي د بارانونو او سېلابنو له امله لږ تر لږه دوه لکه کسان زيانمن شوي او د ۳۹ کسانو د مرګ خبر يې ور کړی.

په دې سربېره د هند په ګجرات کې د سېلابونو او بارانونو له امله ۵۳ کسان وژل شوي دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ميانمار په شمالي څلورو ولايتونو کې د سېلابونو له امله ۲۷ کسان وژل شوي دي

د "انډين ايکسپرېس" په وينا سيمه ييز چارواکي وايي د مړو شمېر ۵۳ کسانو ته رسېږي.

د هند د کورنيو چارو وزير راج نات سېنګ وايي د ژغورنې ډلې زيانمنو شويو سيمو ته روانې شوې دي.

بل خوا د هند ګاونډي هېواد ميانمار په شمالي څلورو ولايتونو کې ۲۷ کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د رخاين په سيمه کې نژدې يو نيم لک کسان بې ځايه شوي چې ډېری يې روهينګا مسلمانان دي.

"د ميانمار ټايمز" په وينا امنيتي ځواکونو له ښوونځيو او نورو ځايونو د روهينګا مسلمانان ايستلي دي.

ميانمار کې د سره صليب د ادارې د ناورين مشر مګ کهن بي بي سي ته ويلي چې راونه اوونۍ د نورو بارانونو او مرګ ژوبلو وېره شته.