هند کې ودانۍ پرېوتو ۱۱ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption راپورونه وايي، ښاروالۍ وړاندې دغه ودانۍ د اوسېد وړ نه وه بللي او وايي د پرېوتو وېره يې وه

د هند پوليس وايي د دې هېواد په ختيځ ممبۍ ښار کې د يوې ودانۍ پرېوتو له امله ۱۱ کسان وژل شوي او ۷ ټپيان دي.

ويل کېږي د دې وېره شته چې اوس هم ډېری خلک تر خاور لاندی بند پاتې وي.

دغه پېښه د يکشنبې پر ورځ (۴ اګست) د يوې درۍ پوړيزه ودانۍ پرېوتو له امله پېښه شوې ده.

راپورونه وايي، ښاروالۍ وړاندې دغه ودانۍ د اوسېد وړ نه وه بللي او وايي د پرېوتو وېره يې وه.

چارواکي وايي د ژغورنې ډله د ورکو شويو او تر خاورو لاندې کسانو په لټه کې ده.

د ژغورنې ډلې مشر د فرانسې خبري اژانس ته ويلي "د ۱۱ کسانو مړي يې له خاورو ايستلي او اووه کسان يې ژغورلي دي".

دی وايي دغه ۵۰ کلنه زړه ودانۍ دوه کاله وړاندې د حکومت له خوا د اوسېدو لپاره ناخوندي بلل شوې وه خو د دې سربېره هم په کې خلکو ژوند کاوه.

په تېرو دوو کلونو کې د هند په ممبی ښار کې له ۱۰۰ زيات کسان د ودانيو پريوتو له کبله وژل شوي دي.

يوه اوونۍ وړاندې د بارانو له کبله، ممبی ښار کې دې ته ورته پېښه کې ۹ کسان وژل شوي وو.

ممبۍ کې د کورونو کرايې او اخيستلو قېمتونه په اسيا کې تر ټولو ګران دي. د لوړو قېمتونو له کبله ډېری خلک اړ دي چې په زړو او داسې کورونو کې چې د اوسېدو لپاره خوندي نه وي ژوند کوي.

ويل کېږي په دې ښار کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ داسې ودانۍ شته چې له ۷۰ کلونو زړې دي. له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې ۱۰۰ ودانۍ پرېوتلې، چې ۵۳ کسان په کې وژل شوي او له ۱۰۳ زيات په کې ټپيان شوي وو.

ورته مطالب