د جرمني لوی څارنوال د خیانت قضیه کې ګوښه کړای شوی

Image caption د خیانت قضیې د بیان د ازادۍ په ملاتړ مظاهرې را وپارولې.

د جرمني د عدلیې وزیر، هایکو ماس، د دغه هېواد لوی څارنوال، هرالاډ رېنج چې پر حکومت یې د خیانت په تړاو پلټنو کې د لاسوهنې تور لګولی و، له دندې ګوښه کړی دی.

هایکو ماس وویل پر هرالاډ رېنج نور باور نه لري او د ده څرګندونې یې "له درکه لرې" وبللې.

جرمني کې څارنوالان په دې تړاو پلټنې کوي چې ایا د، نیټس پولېټېک وېبپاڼې په خپلو مقالو کې د څار په اړه حکومتي محرم مالومات افشا کړي که څنګه.

تېره اوونۍ د دغه قضیې د خبر له خپرېدو وروسته پر واټونو د بیان د ازادۍ په ملاتړ مظاهرې هم وشوې.

دغو احتجاجونو حکومت یوه دفاعي دریځ ته اړ کړ او لوړ پوړو چارواکو ټینګار وکړ چې جرمني د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په دې اړه یې هم شک وښود چې ښايي د یادې وېبپاڼې مقالې د خیانت عمل نه وي.

د نه زغملو

تر دې مخکې د سې شنبې پر ورځ، ښاغلي رېنج وویل، حکومت ترې غوښتنه کړې چې په پلټنو کې یو خپلواک پلټونکی له کاره لرې کړي.

نوموړي وویل دغه غوښتنه "د قضا له خپلواکۍ د نه زغملو په کچه سرغړونه ده".

ده وویل که څه هم د بیان ازادي ارزښتناکه ده خو "له اندازې وتلې" نه ده.

شننه: ډېمین مک ګینیس، بي بي سي برلین

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ښاغلي رېنج او ښاغلي ماس تر منځ لانجه په ډاګه شوې ده.

دغه سیاسي لانجه د ډېرو جرمنانو لپاره د اداري فساد کومه کیسه نه ده بلکې د دوی لپاره خبره د بیان د ازادۍ ده او دا چې ایا هغه خبریالان چې له دغه حقه کار اخلي، پر خیانت تورنېدای شي او په بند محکومېدای شي، که څنګه.

دغو پلټنو په ملي کچه غوصه راوپاروله او د ورځپاڼو سرټکو چیغې کړې چې د بیان ازادي په خطر کې ده.

د بیان ازادي او د اسنادو خوندیتوب په جرمني کې د خلکو د پام وړ مسلې دي.

خو د دغه هېواد د عدلیې وزیر په یوه خبري کنفرانس کې د ښاغلي رېنج څرګندونې "له درکه لرې او بې لارې کونکې" وبللې.

هغه وویل د لوی څارنوال پر وړتیا یې باور "خورا کم شوی" او ده یې له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب