هند کې د اورګاډو د ټکر له کبله ۲۴ کسان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters

د هند په مدهیا پردیش ایالت کې چارواکي وايي، دوه مساپر وړونکي اورګاډي له پټلیو وتلي، چې پایله کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.

اورګاډي د هردا په سیمه کې له یوه سېلاب ځپلي پله تېرېدل. د اورګاډي ګڼې بګۍ له پله لاندې سیند ته لوېدلي دي.

چارواکي وايي، لږترلږه ۲۵ کسان ټپیان دي او ۳۰۰ کسان ژغورل شوي دي.

یو اورګاډی له ورنسای سیمې څخه د ممبۍ ښار ته پر لار و او بل اورګاډی په مخالف لور روان و.

د هند پریس ټرسټ خبري اژانس راپور ورکړی چې په دواړو اورګاډو کې د مساپرو کره شمېر مالوم نه دی.

د هند د اورګاډو د چارو وزیر سورېش پربو په یوه ټویټ کې ویلي:

"بېړنۍ روغتیايي مرستې او نور مرستندویه کارکونکي سیمې ته پر لار دي. تیارې او اوبو د ژغورنې کار ستونزمن کړی خو د هرې ممکنه مرستې امر مې کړی. خپل پوره کوښښ کوو".

نوموړي زیاته کړه د پېښې په تړاو یې د پلټنو امر کړی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم خپله اندېښنه څرګنده کړې او پر ټویټر یې لیکلي:

"زما دعاګانې له ټپیانو سره دي. چارواکي خپله پوره هڅه کوي. حالت له نږدې څارل کېږي. په مدهیا پردیش کې د اورګاډو پېښه ډېره خواشینونکې ده. د خلکو پر وژل کېدو په ژوره توګه خپه یم. د مړو شویو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوم".

د هند حکومت د اورګاډو د خورا سترې شبکې د خوندیتوب د معیارونو په اړه داسې مهال پوښتنې مطرح شوې چې پېښې په زیاتېدو دي.

هند نهه زره مساپر وړونکي اورګاډي لري او هر ورځ په کې نږدې ۲۳ میلیونه خلک سفر کوي.

د تېر کال په جولای میاشت کې لږترلږه ۱۸ ماشومان هغه مهال ووژل شول چې د تیلینګانا په ایالت کې د ښوونځي بس له یوه اورګاډي سره ټکر شو.

ورته مطالب