د سلمان خان پلار: 'افغانستان ته باید ستون شم، نه پاکستان ته'

سلیم خان د انځور حقوق
Image caption سلیم خان وايي، مخکیني پلرونه او اجداد یې هند ته له افغانستان نه د ښه تعلیم ترلاسه کولو او هوسا ژوند جوړولو لپاره تللي دي:

د ''بالیووډ'' د وتلي فلمي ستوري سلمان خان پلار، سلیم خان وايي، لاریونیانو باید له ده نه داسې غوښتنه کړې وای، چې افغانستان ته ستون شي، نه پاکستان ته.

نوموړي دا څرګندونې د تېرې دوشنبې په ورځ د هغو لاریونیانو په غبرګون کې وکړې، چې له کوره بهر یې د سلمان خان پرضد راغونډ شوي وو.

mid-day.com وېبپاڼې پخپل راپور کې لیکلي، سلیم خان وايي: ''زه له افغانستان نه راغلی یم، هغو کسانو چې زما له کور بهر لاریون کړی، باید داسې راته ویلی وای، چې افغانستان ته ولاړ شه، نه پاکستان ته. ''

پر سلمان خان نیوکې وروسته تر هغه ډېرې شوې، چې هند یو مشکوک ترهګر اعدام کړ، او سلمان خان د اعدام پر سزا نیوکه وکړه.

د سلمان خان پلار سلیم خان چې پخپله ''سکرین رایټرز'' هم دی، وايي، له افغانستان سره ښه اړیکي لري: ''زه به هلته [افغانستان ته] ولاړ شم''.

نوموړي دا څرګندونې د ''تعلیم کی تقویت'' په نامه یوه ښوونیز پروګرام کې کړې، چې دغو مراسمو ته مشر وزیر دیویندرا فدناویز هم ورغلی و.

سلیم خان وايي، مخکیني پلرونه او اجداد یې هند ته له افغانستان نه د ښه تعلیم ترلاسه کولو او هوسا ژوند جوړولو لپاره تللي دي:

''زموږ مشر پلار انور خان غوښتل چې کورنۍ غوره ژوند ولري، همدا وو چې له افغانستان نه دلته راغلل. ''

دی وايي، زوی یې (سلمان خان) باید د یعقوب میمون په اړه ''بې عقلانه'' تبصره نه وای کړې.

هند څو ورځې وړاندې، د یعقوب میمون په نوم هغه تورن اعدام کړ، چې د ۱۹۹۳ کال د ممبۍ ښار خونړيو بریدونو کې پرې د مالي همکارۍ تور و.

سلیم خان دا هم ویلي، نیکه یې رشید خان هم په هند کې لوی شوی.

د انځور حقوق
Image caption سلمان خان د نړۍ لسو ډېرو شتمني لرونکو فلمي لوبغاړو په کتار کې راځي، چې د شتمنۍ کچه یې ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

پر ټویټر پاڼه د یعقوب میمون په تړاو د سلمان خان تبصرې ځینې هندیان په غوسه کړل، خو وروسته تر هغه چې پلار یې بښنه وغوښته او د خپل زوی تبصره یې ''کم عقله او بې معنا'' کار وباله، سلمان خان هم له خپل ټویټر نه خپله تبصره لیرې کړه.

۴۸ کلن سلمان خان د بالیووډ یو وتلی ستوری دی، چې د خپل هېواد په ګډون په ګاونډیو هېوادونو کې هم ډېر مینه وال لري.

سلمان خان د نړۍ لسو ډېرو شتمني لرونکو فلمي لوبغاړو په کتار کې راځي، چې د شتمنۍ کچه یې ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.