یمن کې فرانسوۍ یرغمل شوې خوشې شوه

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر اعلان وکړ، چې یوه فرانسوۍ مېرمن چې د فبروري په میاشت کې په یمن کې تښتول شوې وه،د پنجشنبې په ورځ خوشې شوه.

د نړیوال بانک د پروژې فرانسوي ۳۰ کلنه کارکوونکې ایزابل پرایم په یمن کې ۶ میاشتې مخکې له خپل یمني ژباړن سره په صنعاء کې د وسله والو لخوا وتښتول شوه.

یرغمل کوونکو څو وروځې وروسته یمني ژباړن خوشی کړ.

تر دې دمه د دغې فرانسوۍ یرغمل کوونکې ډله نه ده پېژندل شوې د هغې د خوشي کېدو د څرنګوالي په اړه هم ډېر جزییات نه دي ورکړل شوی.‌

د فرانسې د ولسمشر په اعلامیه کې د ټولو هغو کسانو درناوی شوی چې د مېرمن پرایم په خلاصون کې برخه اخیستې په ځانګړي ډول د عمان پادچا ښاغلي سلطان قابوس ستاینه شوې.

په تېرو کلونو کې په یمن کې وسله والو قبایلو د بهرنیانو په تښتولو سره به یې هڅه کوله چې د په ډې ډول د صنعاء مرکزي دولت د دوی غوښتنو ته غاړه کېږدي او یا به یې له بهرنیو دولتونو څخه باج اخیسته.

ډېری دا ډول یرغمل شوي کسان به بهرنیان و چې له زیان او ضرر پرته به خوشي کېدل.

ورته مطالب