"اسلامي دولت" سوریه کې لسګونه مسیحیان تښتولي

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسلامي دولت د بریدونو پر مهال د حلب ډېری مسیحیان د سوریې شمال القریتین ته کډه شول. دغه سیمه لرغوني پالمیرا ښار ته نژدې ده

په سوریه کې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ډلې رپوټ خپور کړی، چې "اسلامي دولت" ډلې له مرکزي حمص ښار نه ۲۳۰ مسیحیان تښتولي دي.

د "اسلامي دولت" ډلې دغه کسان د تېرې پنجشنبې په ورځ (اګست ۶) د حمص ښار له القریتین سیمې نه تښتولي دي.

له دې پېښې یوه ورځ مخکې دغه سیمه د سوریې ځواکونو او "اسلامي دولت" ډلې ترمنځ د سختې نښتې په ترڅ کې د "اسلامي دولت" ډلې لاس ته ولوېده.

د سوریې د بشري حقونو ډلې غړی رامي عبدالرحمن په بریتانیا کې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې "اسلامي ډولت" ډلې وروسته له هغه چې دغه سیمه یې ونیوله د هغو کسانو په لټه کې وو چې له دولت سره یې همکاري درلوده.

د "اسلامي دولت" د بریدونو پر مهال د حلب سیمې ډیری مسیحیان د سوریې شمال القریتین ته کډه شول. دغه سیمه لرغوني پالمیرا ښار ته نژدې ده.

پالمیرا ښار د "اسلامي دولت" په واک کې دی او د قلمون لوړې هغه وروستۍ سیمې دي چې د لیبیا له پولې سره نژدې پرې "اسلامي دولت" ډله واکمنه ده.

ورته مطالب