د یونان په ټاپوګانو کې کډوال له ستونزو سره مخ دي

د انځور حقوق BBC World Service

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان UNHCR وايي ترکیې ته نژدې د یونان په ټاپوګانو کې کډوال له سختې ګډوډۍ سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي د کاس، شیوس او لسبوس په ټاپوګانو کې کډوال د اوسېدنځای، اوبو او د تشنابونو له نشتوالي کړېږي چې دا د دې سازمان په وینا "دشرم وړ" ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان اروپايي مشر ونسنت کوچتل ویلي په ټاپوګانو کې د کډوالو لپاره آسانتیاوې "بیخي کافي نه دي".

د انځور حقوق BBC World Service

یونان له داسې یوه وضعیت سره له مخامخ کېدو وروسته له اروپايي اتحادیې د مرستې غوښتنه کړې ده. ملګري ملتونه وايي دغو ټاپوګانو ته رارسېدلي ټول د سوریې، عراق او افغانستان کډوال دي.

د اتریش د کډوالو اصلي کمپ تایسکېښن هم له حده ډېر ډک شوی دی.

د تېر کال همدې مهال په پرتله سږکال د کډوالو شمېر ۷۵۰ په سلو کې ډېر شوی دی.

د انځور حقوق BBC World Service

ښاغلي کوچتل وویل سږکال تر اوسه ۱۲۴۰۰۰ کډوال یونان ته رارسېدلي دي چې ۵۰۰۰۰ یې یوازې په جولای میاشت کې دي.

کوچتل د اروپایي اتحاديې پر ملګرو غږ وکړ چې د بوج په کمولو کې دې برخه واخلي خو له یونانه یې وغوښتل چې د مشرتوب او همغږۍ چارې دې پر غاړه واخلي.

په اتریش کې چارواکي د کډوالو د منلو په هغه اصلي کمپ کې چې د ویانا جنوب ته په ۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی، نور کډوال نه مني.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان یوه بل چارواکي د اتریش په تایسکېښن کمپ کې وضعیت "د نه زغملو وړ، خطرناک او غیر انساني" وباله.

د انځور حقوق BBC World Service

ډېری دغه کډوال اتریش ته د ګاونډي هېواد هنګري له لارې ورځي چې دغه دواړه هېوادونه د اروپايي اتحادیې غړي دي او د دوی ترمنځ پر پوله پاسپورټونه نه کتل کېږي.

تابوتونه

د دې ترڅنګ اروپايي اتحاديه د هغو زرګونو کډوالو په سمبالولو کې کلکې ستونزې لري چې له افریقايي هېوادونو لکه لیبیا او نور په خطرناکو کشتیو کې په سمندر لاهو کېږي چې ځانونه ایټالیا ته ورسوي.

دغه اونۍ اټکل کېږي نژدې ۲۰۰ کسان په هغې کشتۍ کې مړه شوي چې ۶۰۰ پکې سپاره ول چې ډېری یې سوریه یان ول او کشتۍ لیبیا ته نژدې ډوبه شوه.

د ایرلند یوې پوځي بېړۍ د ایټالیا سسلي ته ۳۶۷ کډوال ورسول چې ژغورلي یې ول. دغې جنګې بېړۍ ۲۵ تابوتونه هم ښکته کړل.

هنګري پر دې بوخت دی چې پر پوله ازغن تار ولګوي. دا کار یې وروسته له هغه پیل کړ چې له یونانه د خوځېدلو او د سربیا له لارې د ورتلونکو کډوالو یوه جوپه څه موده وړاندې هنګري ته ورغله.

ورته مطالب