ترکيې ته د سفر په اړه ايرانيانو ته خبرداری

د انځور حقوق AFP

په ترکيه کې د ايران سفير د دغه هېواد په ځينو برخو کې د ناامنيو او دغلته د سفر په اړه خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی.

تېره ورځ (اګست، ۷مه) د ترکيې په ختيځ چالدران سيمه کې د ايرانيانيانو پر يوه لېږدونکي بس موټر وسلوالو بريد وکړ، چې له امله يې يو ايرانی ووژل شو.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

په ترکيه کې د ايران سفير علي رضا بيګدلي وويل ايرانيان بايد د ترکيې په ختيځ او سويل کې د سفر پر مهال ډېر پام وکړي.

دغه خبرداری د ارزروم په ښار کې د ايراني کونسل له لوري هم ورکړای شوی دی.

حسين قاسمي د ایران له راډيو تلوېزيون سره د خبرو پر مهال له خپلو هېوادوالو غوښتي چې د امکان تر بریده د ځمکې له لارې ترکيې ته سفر و نه کړي.

ښاغلي قاسمي ويلي ناامنيو ته په کتو ايرانيان بايد د ترکيې په خاوره کې غير ضروري سفرونه و نه کړي او که ډېر اړين وي هڅه دې وکړي د هوا له لارې ولاړ شي.

شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د ايران دوه اورګاډي ترکيې ته پر لار له لرې کنټرولېدونکو بمونو په نښه کړل او له هغه راوروسته ايران ترکيې ته د ريل ګاډي خدمتونه ځنډولي دي.

دغه راز په آغرې ولایت کې له ايران نه ترکيې ته د غازو پر لېږدېدونکې نلليکې هم چاودنه شوې چې اوس ترکيې ته د غازو صادرات درول شوي دي.