د فلسطيني ماشوم او پلار د مرګ په تړاو اووه کسان نيول شوي

د انځور حقوق EPA

اسراييلي پوليس وايي د هغه فلسطيني ماشوم د مرګ په تړاو چې اسراييلي سخت دريځو يې کور ته اور ورته کړی و، اووه شکمن کسان نيولي دي.

تېره مياشت د فلسطين لويديځه غاړه کې اسراييلي سخت دريځو د يوه فلسطيني کور ته اور اچولی و، چې له کبله يې يو ماشوم په اور کې وژل شوی و.

په دې پېښه کې د ماشوم پلار، مور او څلور کلن ورور ټپيان شوي وو، چې پلار يې پرون د ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه او د رام الله په دوما کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

ويل کېږي د سوځېدلي ماشوم مور او څلور کلن ورور روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د اسراييلو د دفاع وزارت ويلي چې د دې پېښې په تور يې دری کسه د شپږو مياشتو لپاره بند ته استولي، چې کېدای شي سزا يې نوره هم اوږده شي.

ويل کېږي دغه دری کسان مستقيما د اور اچونې په پېښه کې لاس نه لري خو وايي دغه نيونې په رام الله کې له بريد وروسته د اسراييلي سخت دريځو له منځه وړلو لپاره دی.

فلسطينيان د دې پېښې پړه په لويديځه غاړه کې پر مېشت شويو اسراييلي وګړو اچوی، خو اسراييلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وايي د پېښې په اړه پلټنه روانه ده.

د اسراييلو لومړي وزير دا يوه ترهګريزه پېښه بللې، او وايي د تورنو کسانو د نيولو لپاره به خپلې ټولې هڅې تر سره کوي.

په اور کې د وژل شوي ماشوم عمر ۱۸ مياشتې ښودل شوی و، چې د فلسطين سربېره يې د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې د خلکو غوسه را پارولې وه.

له ۱۹۶۷ راپدېخوا په لويديځه غاړه کې د اسراييلو له خوا په ۱۰۰ جوړو شويو ځايونو کې ۵۰۰۰۰۰ اسراييلي وګړي مېشت شوي دي.

نړيوالو قوانينو دغه مېشتېدنه غير قانوني ګڼې، خو اسراييل ترې سرغړونه کوي.