جاپان پر ناګاساکي د اتومي بريد ۷۰ کليزه ولمانځله

د انځور حقوق AP
Image caption د جاپان لومړي وزير هم په دې غونډه کې پرخه اخيستې وه

د جاپان ناګاساکي ښار اوسېدونکو په دې ښار د امریکا اتومي بريد ۷۰ مه کليزه ولمانځله.

راپورونه وايي د غونډې ګډونوال د قربانيانو په ياد کې د يوې دقيقې لپاره چوپ پاتې شول.

د ۱۹۴۵ کال اګست پر ۹ نېټه امريکا په دغه ښار اتومي بريد وکړ چې لږ تر لږه ۷۰۰۰۰ کسان په کې ووژل شول.

له ناګاساکي دری ورځې وړاندې پر هيروشيما اتومي بمونه غورځول شوي وو چې ډېره مرګه ژوبله يې اړولې وه.

لومړی داسې ويل کېدل چې پر کوکارو ښار به اتومي بريد کېږي خو بيا وروسته د وريځو له کبله بريد پر ناګاساکي وشو.

د دې غميزې ياد غونډه کې د امريکا د سفير ترڅنګ د ۷۵ هېوادونو استازو هم ګډون کړی و.

د جاپان لومړي وزير شينزو ابې هم په دغه غونډ کې برخه اخيستې وه، ده په خپلو خبرو کې، له "اتومي وسلو پاکې" نړۍ ټينګار وکړ.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق epa

همدارنګه د غونډې ځينو ويناوالو په نړيواله کچه په پوځي برخه کې د چاپان پر کم رول نيوکه وکړه.

دری ورځې وړاندې د جاپان په هيروشيما ښار د بريد په تړاو دې ته ورته غونډه جوړه شوې وه، چې ګڼ شمېر کسانو په کې ګډون کړی و.

شمېرې ښيي چې د دې اتومي بريدونو له کبله ۱۴۰۰۰۰ کسان وژل شوي وو.

سربېره پر دې، ډېری جاپاني وګړي د دې اتومي بريدونو له کبله په بېلابېلو ناروغيو اخته شول.

په دوهمه نړيواله جګړه کې د دغو بمونو استعمال جاپان دې ته اړه کړې چې امريکا متحده ايالاتو ته تسليم او نړيوال جنګ پای ومومي.

د انځور حقوق AFP