مکسیکو کې د بې درکه شویو زده کونکو فعال وژل شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ښاغلي بلانکو مړی د هغه په ټیکسۍ کې موندل شوی و.

د مکسیکو یو ټولنیز فعال، مېګېل بلانکو، چې کورنیو سره به یې د بې درکه شویو خپلوانو په موندلو کې مرسته کوله، په ډزو وژل شوی دی.

د نوموړي مړی په سوېل لوېدیځ ایالت ګورېرو کې د هغه کور ته نږدې په هغه ټیکسۍ کې موندل شوی چې ده چلوه.

ښاغلي بلانکو په سیمه کې د لټون د ډلو مشري کوله.

تېر کال د ۴۳ زده کونکو د بې درکه کېدو پېښې په سیمه کې د سلګونو نورو تري تم شویو خلکو د قضیو په اړه د خلکو پام ځانته را واړوه.

د مکسیکو ګورېرو سیمه کې تل د جرمي ډلو او نشه يي توکو له کبله د تاوتریخوالي پېښې رامنځ ته کېږي.

ښاغلی بلانکو د هغه سازمان برخه و چې د اېګولا سیمې شاوخوا غرونو کې یې د بې درکه شویو زده کونکو د لټون په چارو کې همکاري کوله.

هغه د یو شمېر وژل شویو کسانو د قبرونو په موندلو کې هم مرسته کړې وه.

نوموړي د (نورو بې درکه شویو) په نامه یوه ډله جوړه کړې وه چې ډېری غړي یې ښځې وې او هره یکشنبه به په غرونو ګرځېدل چې د خپلوانو پاتې شونې ومومي.

"دغه سیمه یوه هدیره ده"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ښاغلي بلانکو مړینې د سیمې خلکو ته ټکان ورکړی.

د لټون ډلو خپل کار د تېر کال نومبر کې د ۴۳ زده کونکو د تښتونې له پېښې څو میاشتې وروسته، پیل کړ.

باور دی دغه زده کونکي د سپتمبر پر ۲۶مه د ایګولا په سیمه کې وژل شوي دي.

له هغه مهاله چې دغې ډلې فعالیت پیل کړی، ۱۲۹ مړي یې موندلي چې د پېژندګلوۍ لپاره چارواکو ته سپارل شوي دي.

بي بي سي سره په یوه مرکه کې ښاغلي بلانکو ویلي وو چې له ایګولا وروسته، ۳۰۰ نورو کورنیو له ده سره اړیکې نیولې او ویلي دي چې خپلوان یې بې درکه دي.

هغه مهال ده ویلي وو: "موږ له پیله ویلي چې دغه سیمه یوه هدیره ده".

د ګورېرو ایالت یوه حکومتي چارواکي ډېوېد سینفیګو بي بي سي ته وویل، ډېرو کورنیو، چې خپلوان یې بې درکه شوي وو، د وېرې له کبله خپل غږ نه پورته کاوه.

ګورېرو د اپینو د تولید مهم ایالت او د مختلفو جرمي ډلو لپاره د جګړې ډګر دی.

د مکسیکو په بېلا بېلو سیمو کې اوسمهال څه دپاسه ۲۰ زره کسان بې درکه دي.

ورته مطالب