''استانبول کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید شوی''

د انځور حقوق EPA

د ترکیې لوی ښار استانبول کې د پولیسو پر یوې پوستې تر چاودنې وروسته د امریکا پر کونسلګرۍ برید شوی.

ډزې د پولیسو پر پوستې تر بمي برید څو ساعته وروسته شوې دي.

لومړني رپوټونه وايي، په بمي برید کې د پنځو پولیس افسرانو په ګډون لږترلږه اوه کسان ټپیان شوي دي.

خو ویل کېږي د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه په ډزو کې څوک نه دي خوږ شوي.

دا برید او ډزې داسې مهال شوې، چې د ترکیې او د کردستان د کارګر ګوند (پي کې کې) ترمنځ اړیکي د ترینګلتیا پر لوري دي.

د پي کې کې ګوند یوه مشر جمیل بیک پر ترکي حکومت تور لګولی، چې ګني د پي کې کې ګوند پر جنګیالیو د بریدونو له لارې د ''اسلامي دولت'' ډلې ساتنه کوي.

ښاغلي بیک وویل، د کردانو د ستونزې د حل لپاره یوازېنۍ لاره په خبرو کې ده.

دی وايي، که چېرې ترکیه د پي کې کې پروړاندې له بریدونو لاس واخلي، دوی به هم جګړه ودروي، خو نړیوال څارونکي باید د اوربند څارنه وکړي.

په وروستیو کې ترکیې اعلان وکړ چې د ''اسلامي دولت'' پروړاندې به فعال رول ولوبوي.

د انځور حقوق hurriyet.com.tr
د انځور حقوق HURRIYET.COM.TR

ورته مطالب