ترکیه کې چاودنې څلور پولیس وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ترکیې سیلوپي سیمه په وروستیو کې د ترکي ځواکونو او پي کې کې ترمنځ د نښتې سیمه ګرځېدلې

له عراق سره پر پوله د ترکیې شرناق کلیواله سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه څلور پولیس وژلي. بل خوا په همدې سیمه کې پر یوې پوځي چورلکې برید کې یو پوځي وژل شوی.

د ترکیې امنیتي سرچینې وايي، چاودنه په سیلوپي سیمه کې شوې، چې د یوه ټپي شوي پولیس روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی. او پر چورلکه برید کې اوه پوځيان ټپیان شوي هم دي.

د ترکیې شرناق کلیواله سیمه له ترکیې او سوریې سره ګډه پوله لري.

د ترکیې حکومتي رسنۍ ددغو بریدونو پړه نېغ په نېغه د کردستان کارګر ګوند (پي کې کې) پر ډلې اچولې ده.

د عراق پر پوله د پي کې کې پرضد د ترکیې د بریدونو له پیل راهیسې په دې سیمه کې وضعیت ډېر ترینګلی شوی دی.

د ترکیې په سوېل ختیځ کې دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې په استانبول ښار کې یوې بلې چاودنې لږترلږه درې کسان وژلي دي.

ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر چوولی، چې د درو پولیسو په ګډون یې لس کسان ټپیان کړي دي.

وروسته په نښته کې یو ټپي شوی پولیس روغتون ته له رسېدو وروسته مړ شوی دی.

له دې پېښې څو ساعته وروسته، وسله والو استانبول کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید وکړ، خو ویل کېږي چې مرګ ژوبله یې نه لرله.

ورته مطالب