عراق کې دوو موټر بم بريدونو ۴۲ کسان وژلي دي

Image caption په جولای مياشت کې له بمي چاودنو وروسته په ديالا ولایت په ځانګړي ډول بعقوبه ښار کې امنيتي تدابير سخت کړای شوي دي

د عراق په ختيځ کې چارواکي وايي دوو بمي بريدونو لږترلږه ۴۲ کسان وژلي او نژدې ۱۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.

ځايي چارواکي وايي يوه موټر بم بريد د پلازمېنې بغداد په ۶۰ کيلومترۍ کې شمال ختيځ لوري ته لږترلږه ۳۵ کسان ووژل.

دوی وايي چاودنه چې د بعقوقې ښار يوه مارکېټ ته څېرمه وشوه له ۷۰ زيات کسان ټپيان کړل.

يو بل موټر بم بريد چې د بعقوبې په ختيځ کې وشو اووه کسان ووژل او ۲۵ نور يې ټپيان کړل.

بعقوبه هغه ښار دی چې تېر کال د اسلامي دولت ډلې جنګياليو او حکومت پلوو ملېشو ترمنځ په کې سختې جګړې وشوې.

حکومت هڅه وکړه چې د دغه ښار ولکه خپله کړي، خو له ملېشو سره نښتې ټول ديالا ولایت ته وغځېدې.

تېره مياشت اسلامي دولت ډلې په ديالا کې پر هغه مارکېټ بريد وکړ، چې خلکو د رمضان د سپېڅلې مياشتې د پای ته رسېدو په موخه د کوچني اختر تابيا کوله.

په دغه بريد کې ۱۱۵ کسان ووژل شول او زيات نور ټپیان شول.

تر اوسه د دوشنبې ورځې (۱۰، اګست) د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو مخکنيو بريدونو ته په کتو انګېرنه دا ده چې ښايي دا بريدونه هم اسلامي دولت ډلې کړې وي.

په جولای مياشت کې له بمي چاودنو وروسته په ديالا ولایت په ځانګړي ډول بعقوبه ښار کې امنيتي تدابير سخت کړای شوي دي.

ورته مطالب