ترکيې پر "پي کې کې" هوايي بريدونه کړي

د انځور حقوق AP
Image caption ترکيه د شنبې ورځې ځينو بريدونو پړه د کوردستان پر کارګر ګوند (پي کې کې) اچوي.

د ترکيې پوځ وايي د دې هېواد په جنوب ختيځ کې يې د کوردستان کارګر ګوند (پي کې کې) د اورپکو پر ۱۷ هدفونو هوايي بريدونه کړي دي.

دغه بريدونه د ايران او عراق له پولې سره نژدې، د هکاري په ولايت کې ترسره شوي دي.

په تېرو څو اوونيو کې د ترکي پوځ او کوردستان بېل غوښتونکو تر منځ شخړو کې زياتوالی راغلی دی، چې ګڼ شمېر کسان په کې وژل شوي دي.

دغه بريدونه له هغه وروسته ترسره کېږي چې تېره ورځ د دې هېواد په جنوب ختيځ کې د بېلابېلو بريدونو په ترڅ کې د ترکيې نهه امنيتي کارکوونکي وژل شوي وو.

ترکيه د شنبې ورځې ځينو بريدونو پړه د کوردستان پر کارګر ګوند (پي کې کې) اچوي.

د ترکیې او پي کې کې، ترمنځ وړاندې اوربند شوی و چې بالاخره په تېر جولای کې دغه اوربند مات شو، او ترکیې د عراق په شمال کې د پي کې کې، پر مرکزونو بمبارۍ وکړې.

ترکيه هم مهاله په سوريه کې پر اسلامي دولت ډلې او پي کې کې، دواړو هوايي بريدونه کوي.

څارونکي وايي، ترکیه د ''اسلامي دولت'' ډلې په پرتله تر ډېره د پي کې کې، جنګیالي په نښه کوي.

خو ترکي چارواکي وايي، د ''اسلامي دولت'' ډلې پر وړاندې عملیات د کوردانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره نه دي.

ويل کېږي د ترکيه او پي کې کې، تر منځ په دې نويو شخړو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

داسې ښکاري دا نوي هوايي بریدونه په ترکيه کې د کوردانو له خوا د بريدونو په بدل کې شوی دي.

د ترکيې پوځ وايي د سې شنبې پر سهار کوردانو د ترکيې پر پوځي اډه بريدونه کړي چې يو عسکر د ټپونو له امله په کې وژل شوی دی.

ترکيې په تېرو څو اوونيو کې د عراق په شمال او د دې هېواد په جنوب ختيځ کې د پي کې کې، پر جنګياليو او مرکزونو هوايي بريدونه کړي دي.

ترکيه او ځينې نور هېوادونه پي کې کې يوه ترهګره ډله بولي.

ورته مطالب