مالیزیايي الوتکې نسکورېدو ځای کې د روسي توغندیو ټوتې

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه بوينګ ۷۷۷ ډوله الوتکه د لوهانسک په کراسني او دونتیڅک سیمو ترمنځ په شخترسک کې لوېدلې او له منځه تللې وه

د هالنډ څېړونکي وايي د اوکراین هغه سیمه کې چې ایم ایچ ۱۷ نومې مالیزیايي الوتکه پکې نسکوره شوې وه، د روسي توغندیو سیسټم مشکوکې ټوتې موندلې شوې دي.

دوی وايي دغه احتمالي بک ډوله توغندیو ټوټې چې له ځمکې په هوا کې ګوزار کوي د ' ځانګړي پام ' وړ دي او وايي کېدای شي دغې پېښې کې د لاس درلودونکو معلومولو کې مرسته وکړي.

خو په وینا یې دوی د علت او معلول په توګه د دغو ټوټو او الوتکې نسکورېدو پېښې تر منځ تړاو نه دی ثابت کړی.

د مالیزیا دغه بوينګ ۷۷۷ ډوله الوتکه د لوهانسک په کراسني او دونتیڅک سیمو ترمنځ په شخترسک کې د تېر کال جولای په ۱۷ لوېدلې او له منځه تللې وه. دغه الوتکه له ایمسټرډیم نه کوالالمپور ته الوتې وه چې د اوکراین په ختیځ کې له منځه لاړه.

الوتکه کې ټوله ۲۹۸ کسیزه سپرلۍ وژل شوې وه. هاغه مهال په رپوټونو کې راغلي وو چې د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو یاغیانو دغه الوتکه په نښه کړې ده.

د اوکراین حکومت او لوېدیځ کارپوهانو هم ویلي و، چې ‎په دې اړه اسناد شته چې الوتکه روس پلوه یاغیانو لخوا په توغندي ویشتل شوې، خو روسیې دغه ډول تورونه په پرله پسې توګه رد کړي او وايي چې یاغیانو ته یې هېڅ توغندی یا وسلې نه دي ورکړې.