ګوګل د الفابیټ په نوم نوی شرکت اعلان کړ

د انځور حقوق
Image caption . د ګوګل شریک موسس سرجي برین به د الفابیټ مشري کوي او اوسني مشر ایرک شمټ به یې اجرايي مشر وي

د انټرنېټ نړۍ کې یو مهم شرکت، ګوګل په خپله اډانه کې مهم بدلون راوستی او د ( الفا بیټ انک ) په نوم یې نوې کمپنۍ جوړه کړې.

د دغه نوي برانډ نوم له مخې به ګوګل د سرچ ( لټون ) آپس ( اپلیکیشنونو ) یو ټیوب او انډرواید خدمتونه له ځانه سره وساتي.

دې سره د پانګونې، څېړنو، سمارټ هوم، یونټ ( نېسټ ) ډرون او یو شمېر نورې برخې معرفي شوې دي، چې د الفا بیټ کنترول لاندې به چارې پر مخ بیايي. د ګوګل موسس لیري پیج وايي ګوګل اوس بېل خدمتونه وړاندې کوي او داسې حالت کې بیا د کمپنۍ بیا تنظیم چارې سره به د دغه شرکت اډانه نوره هم اسانه شي.

نوموړي خپل بلاګ پوسټ کې لیکلي:

' د نوې اډانې پر مټ به موږ په حیرانونکي ډول سره وکولای شو، ګوګل کې شته فرصتونو ته پام ډېر کړو.'

نوموړي لیکلي:

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نوې اډانې پر مټ به موږ په حیرانونکي ډول سره وکولای شو، ګوګل کې شته فرصتونو ته پام ډېر کړو لیري پیج

' نن سبا زموږ د شرکت چارې په غوره توګه پر مخ روانې دي، خو موږ کولای شو دا هر څه نور هم رڼه او ځواب ورکونکي کړو. مهمه خبره دا ده چې د الفا بیټ په دایره کې دننه کار کونکي شرکتونه باید خپلواک وي. دوی باید په خپل نوم وپيژندل شي.'

ښاغلی پیج به د الفابیټ اجرايي مشر وي او هندي الاصل سندر پیچايي به د ګوګل اجرايي چارې پر مخ بیايي.

د ګوګل شریک موسس سرجي برین به د الفابیټ مشري کوي او اوسني مشر ایرک شمټ به یې اجرايي مشر وي.

د ګوګل مالي چارو نوې مشره روت پوراټ به د ګوګل او الفابیټ دواړو مالي چارو مشري کوي.

بي جي سي شریکانو کې د پانګوالۍ ماهر کولن ګلیس وايي د چارو نوي تنظیم سره به پانګوال د ګوګل په تګلاره او نویو مصنوعاتو په اسانۍ وپوهیږي.

د ښاغلي پیج په وینا، د شرکت لپاره د الفابیټ نوم غوره کولو دوه لاملونه و، یو دا چې دغه نوم د ژبې استازیتوب کوي چې پر مټ یې موږ د لټون برخې چارې پر مخ بیایو او د الفابیټ معانا په پانګه والۍ کې له هدفه ډېر عاید دی او وايي موږ د همدې لپاره هلې ځلې کوو.