هیلري کلینټن د شخصي بریښنالیک سرور ایف بي ای ته سپاري

د انځور حقوق AP
Image caption د هیلري کلینټن له خوا د شخصي بریښنالیک کاروولو ته ډېر پام اوښتی

د امریکا بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلینټن د خپل شخصي برېښنالیک سرور ایف بي ای ته سپاري. دغه بریښنالیک سرورو نوموړې هاغه مهال کاراوه، چې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه یې دنده ترسره کوله.

نوموړې اوس د ولسمشرۍ کاندیده ده او په تېر کې پرې د رسمي چارو لپاره د شخصي بریښنالیک کاروولو له کبله نیوکې کېدې.

کره کتونکو ویل، چې د هغې برېښنالیک خوندي نه دی او له رسمي اصولو سره ټکر کې دی. ایف بي ای اوس د هیلري کلینټن د بریښنا لیک خوندیتوب ارزونه کوي. له دې مخکې هیلري کلینټن د خپل شخصي بریښنالیک زرګونه پاڼې برالا کړې وې، خو هغه مهال یې خپل برېښنالیک سرور چا ته نه و سپارلی.

د هغې مدافع وکیلان به د بریښنا لیکونو ډرایوز هم ایف بي ای ته وسپاري.

د نوموړې شخصي بریښنالیک موضوع د ولسمشرۍ ټاکنو لړ کې د مهم اړخ په توګه رابرسیره شوې.

د انځور حقوق AP
Image caption د هیلري کلینټن شخصي بریښنالیک موضوع د ولسمشرۍ ټاکنو لړ کې د مهم اړخ په توګه رابرسیره شوې

ټاکنیزې نظر پوښتنې ښيي، چې له رایې ورکونکو نه د هغې شخصي بریښنالیک کاروولو اړوند پوښتنو ځواب کې د هغې ( بې باوره ) بللو ته تمایل ډېر شوی. د فدرالي چارو لپاره د رسمي بریښنالیک درلودل اړین دي او د فدرالي قانون له مخې د فدرالي حکومت چارواکو ټول لیکونه او ځوابي لیکونه د ریکارډ برخه بلل کېږي.

له دې مخکې هم ځینو دولتي چارواکو شخصي بریښنالیکونه کاروولي، خو د هیلري کلینټن له خوا د شخصي بریښنالیک کاروولو ته ډېر پام اوښتی.

مارچ میاشت کې هیلري کلینټن او مدافع وکیلانو یې د دغې موضوع پر سر د ناندریو ډېریدو پر مهال ویلي و، چې باید بریښنا لیکونه یې برالا شي. هغې ویلي و: کله چې بهرنیو چارو وزارت کې وم، شخصي بریښنالیک مې کاراوه او بهرنیو چارو وزارت کې د دغې چارې لپاره اجازه وه، فکر مې کاوه دا به اسانه وي، ځکه داسې کولو سره به اړه نه یم، چې د شخصي او دولتي بریښنالیکونو لپاره دوه بېل ټیلیفونونه وګرځوم.

مې میاشت کې د هغې خپرو شویو شپیته زره بریښنالیکونو کې نیمايي یې داسې و، چې د دولتي چارو اړوند و.

له هغه راهیسې پړاو په پړاو د هغې بریښنالیکونه خپریږي. د سې شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د نوموړې ځینې بریښنا لیکونه له دې کبله نه شي برالا کېدای، چې پکې خورا مهم رازونه موجود دي.