هند: نېسلې کمپنۍ خلاف د ۱۰۰ میلیونو ډالرو تاوان دعوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption هند کې د ماګي پر پلور بندیز لګېدلی

د هند یوه حکومتي چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې دغه هېواد کې د خوړو چمتو کونکي شرکت نېسلې خلاف د غیر شفاف سوداګریز فعالیت په تور د ۱۰۰ میلیون ډالرو تاوان ورکړې دعوی شوې.

له نېسلې شکایت کېږي، چې د خپل ماګي نومي تولید اړوند سوداګریزو اعلانونو لړ کې یې ناسم پوهاوی خپور کړی او مشتریانو ته یې زیان اړولی دي.

هند کې د ماګي پر پلور له هغه وروسته بندیز ولګېد، چې د دغه هېواد خوړو خوندیتوب ادارې وویل نېسلې د خوړو خوندیتوب اصول نه مني.

نېسلې ممبۍ ستره محکمه کې دغه پرېکړه وننګوله او وايي تولیدات یې خوندي دي. خو کمپنۍ چې د هند میچې یا نوډلز بازار کې نژدې اتیا سلنه ونډه لري، ۴۰۰ ټنه ماګي یې وار له مخه له منځه وړې دي.

دعوی چې د هند مشتریانو له لوري ده، د محکمو پر ځای د مشتریانو ستونزو هواري کمېسیون کې داخله شوې، چې نیمه قضايي واکونه لري.

پلازمېنه ډیلي کې د نېسلې کمپنۍ یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې کمپنۍ د این سي ډي ار سي ادارې له جلبه وروسته کولای شي یوازې ( مسوولانه ځواب ) ورکړي.

هند کې د خوړو خوندیتوب او معیارونو ارزونې ادارې مخکې ویلي و، چې دوی انګیري، چې میچې کې د سروپ کچه خطرناکه او خوندي نه ده.

خو نیسلې وايي میچې یې هغسې چې امریکا، برتانیا او سنګاپور کې ارزونو ثابته کړې، خوندي دي.

د هند ګوا او سویلي ښار میسور کې دوو هندي لابراتوارونو هم دغه میچې خوندي بللي، خو د هند خوړو خوندیتوب ادارې دغه پایلې رد کړې او وايي دغو معیاناتو کې تېروتنې شوې.

.