مصر کې د ګرمې هوا څپو ۶۱ کسان مړه کړي دي

د انځور حقوق AP
Image caption د قربانيانو لويه برخه د ډېر عمر لرونکي کسان دي

د مصر د عامې روغتيا وزارت وايي په تېرو دريو ورځو کې د هوا د ګرمو څپو له امله لږترلږه ۶۱ کسان وژل شوي دي.

وزارت وايي په دغو ورځو کې تودوخه د ساتني ګرېد په کچه ۴۷ ته پورته شوې چې د فارنهايت له ۱۱۶ درجې سره برابره ده.

د حکومتي رسنيو راپورونه وايي تر ټولو ډېر خلک د يکشنبې، دوشنبې او سې شنبې پر ورځو ګرمۍ مړه کړي دي.

شاوخوا ۵۸۰ کسان نور د ګرمو څپو له امله په روغتونونو کې بستري دي.

د قربانيانو لويه برخه د ډېر عمر لرونکي کسان دي.

د ځايي رسنيو راپورونه وايي يو شمېر بنديان او په رواني ناروغيو اخته کسان هم د مړو شويو کسانو په مينځ کې دي.

راپورونه وايي د مصر په توقيف خونو کې په بې سارې کچې ګڼه ګوڼه وي او يوې ورځپاڼې خو ويلي د رواني ناروغيو ناروغان د بې پروايۍ له امله مړه شوي دي.

د برېښنا وزارت چارواکي هم تورن شوي چې د سې شنبې پر ورځ په پلازمېنه قاهره کې د څو ساعتونو لپاره برېښنا نه وه، سره چې امکانات يې و.

راپورونه وايي له همدې امله د پلازمېنې د ځمکې لاندې ترانسپورتي سيستم درېدو ته نژدې شوی و.

د منځني ختيځ اوسېدونکي د جولای له وروستيو راپدېخوا له سختې ګرمۍ سره مخامخ دي.

ورته مطالب