چین کې له درنو چاودنو وروسته لا هم لمبې لیدلې کېږي

د انځور حقوق Xinhua
Image caption مرستندویانو ته د خوندیتوب لپاره د ځانګړو کالیو اغوستو امر شوی

د چین په تیانجین ښار کې له دوو درنو چاودنو نژدې ۳۶ ساعته تېریږي، خو لا هم په دغه ځای کې د اور لمبې لیدلې کېږي.

د پوځ ماهرین د پېښې په ځای کې د زهرجنو ګازونو شتوالي په اړه څېړنې کوي او مرستندویانو ته ویل شوي، چې د خوندیتوب لپاره ځانګړي کالي واغوندي.

د چارشنبې ورځ په مازدیګر د دغو چاودونو پایله کې لږ تر لږه پنځوس کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، چې د ۷۱ هغو ټپونه ژور بلل شوي.

د دولتي خبري اژانس شینهوا په رپوټ کې ویل شوي، چې د جمعې په ورځ مرستندویانو تر خاورو خځلو لاندې یو کس ژوندی موندلی دی.

چارواکو له دې مخکې ویلي و، چې وژل شویو کسانو کې ۱۷ اور وژونکي هم شامل دي. بل لور ته د چین ولسي امنیت وزارت ویلي، چې ۱۸ نور اور وژونکي کسان لا هم بې درکه دي.

د تیانجین اور وژنې ادارې مشر ژو تیان په خبره د ادارې ۱۰۲۰ کارکونکي یې له ۱۴۰ اور وژونکو ګاډو سره لا هم د پېښې په ځای کې د لمبو په وژلو بوخت دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وايي، وژل شویو کسانو کې ۱۷ اور وژونکي هم شامل دي

د خطرناکو توکو دغه ګودام چې په ساحلي سیمه کې دی ویل کېږي، چې رویهای نومي کمپنۍ ملکیت دی، چې وايي د سوډیم ساینایډ په شمول د زهرجنو کیمیاوي موادو کاروبار کوي.

خو د ښار چارواکو په وینا دوی ته لا هم نه ده معلومه، چې ګودام کې څه ډول مواد زېرمه شوي وو او دا چې د چاودنې لامل څه و.

د تیانجین چارو خوندیتوب څارنې ادارې مرستیال ګاو هواییوو په وینا د ګمرک چارواکو او کمپنۍ مشرانو په حسابونو کې خورا څرګند توپیرونه لیدل کېږي.

د نوموړي په خبره د کمپنۍ ودانۍ کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کېدو دا هم ګرانه کړې، چې معلومه شي دلته کوم ډول مواد زېرمه شوي وو.

خو بل لور ته چارواکي وايي د پېښې ځای یې تړلی او لا هم هر ډول ککړتیا هلته پر ځای پاتې ده.

له سوځلو ودانیو، ګاډو او بار کانتینرونو لا هم لوګي پورته کېږي.

د چاودنو له کبله له درې زره پنځه سوه ډېر ځايي اوسېدونکي بې کوره شوي، چې شپه یې تر شنه اسمان لاندې تېره کړې.