د جاپان لومړي وزیر په دویمې نړیوالې جګړې کې د خپل هېواد په ښکېلتیا خواشیني وښوده

د انځور حقوق Reuters
Image caption د جاپان لومړي وزیر خپله وینا په خورا دقت او ځیرکوالي واوروله.

د جاپان لومړي وزير شينو ابي د دويمې نړيوالې جگړې پر مهال د ميليونونو بېگناه خلکو د قربانيو او کړاوونو په اړه خواشيني ښودلې ده.

د دويمې نړيوالې جگړې کې د خپل هېواد د ماتې د اويايمې کاليزې له کبله خپلې وينا کې لومړي وزیر ابي وويل د جگړې د ټولو قربانيانو په غم کې ځان شریک بولي.

ښاغلي ابي په خپلې وینا کې د پخوانیو دولتونو له خوا د پښېمانۍ او بخښنې مساله پورته کړه خو پخپله د ځان له خوا یې رسمي نوې بخښنه ونه غوښته.

Image caption په دوهمې نړیوالې جګړې کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو له فشارونو سره سره جاپان نه تسلیمېده.

هغه وويل جاپان بايد د هغه ستر کړاو له کبله پښيماني وښيي چې سيمې ته يې پېښ کړي ؤ.

هغه وويل هېواد به يې له خپلو پخوانیو تېروتنو زده کړه وکړي.

د انځور حقوق Hiroshima Peace Memorial Museum AP
Image caption وروسته له دې چې امریکا د جاپان به هیروشیما او ناګاساکي ښارونو اټم بم وغورځوه، جاپان تسلیمېدو ته اړ شو.

خو ښاغلي ابي وويل ځوان جاپانيان او راتلونکي نسلونه چې له جگړې سره کوم تړاو نه لري نه بايد چې له دې کبله بخښنې غوښتلو ته اړ کړی شي.

د ښاغلي ابي وینا د ډېرو هېوادونو پام ځان ته وراړولی دی.

د سيمې هېوادونو د ښاغلي ابي دې وينا ته په دې په خورا ځير سره کتل چې ښايي نوموړى د جگړې پر مهال د جاپانيانو له لوري ترسره شوي ظلمونه کم ارزښته وښيي .

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دوهمې نړیوالې جګړې د مهال عکس. جاپاني سرتيري د چین په شمال کې د هیبي په ښار کې له کوڅو تېرېږي.

چين او کوريا چې د جگړې پر مهال د جاپان له نيواک څخه ډېر کړيدلي وايي جاپان هيڅکله هم خپلې دغه کړنې نه شي جبيره کولى .

ورته مطالب