د ای فون سيري سيستم يو ځوان له مرګه وژغوره

د اپل آی فون سیري سیستم د امریکا په تنیسي کې د یوه ځوان چې د خپل بار وړونکي موټر لاندې بند پاتی و ژوند وژغوره.

سام روی د خپل لارۍ موټر د جوړولو په حال کې و چې موټر یې پرې ولوېد. د هغه په شاخوا کې څوک نه و، خو له نیکمرغه یې پام شو چې په جیب کې یې ای فون دی.

ده چې سم ځان نه شو ښورولی یوازې دومره وکړای شول چې د ټېلېفون د تکمې په کېکاږلو سره د ټيليفون سیري فعال کړي او د بیړنیو خدمتونو ادارې ته ټېليفون وکړي.

د بېړنیو خدمتونو د ادارې مامور په پیل کې داسې انګیرلې وه چې ګواکې چا ورته په تېروتنې ټيليفون کړی خو کله چې یې د ښاغلي روی چغې واوریدې پوه شو چې یو څوک مرستې ته اړتیا لري.

د بېړنیو خدمتونو مامور وتوانید چې د ټيليفون د سېګنل په مرسته ښاغلی روی پیدا کړي، د موټر له لاندې نه یې وباسي او نژدې روغتون ته یې ولېږدوي.

په دې پېښه کې د ښاغلي روی څو غاښونه مات شوي، په ځینو ځایونو کې ټپونه اخیستي او مغزو یې ضربه خوړلې ده.

خو دا چې دا پېښه د جولای په میاشت کې رامنځ ته شوې وه اوس د سام روی روغتیايی حالت ښه دی.

ښاغلي روی د جمعې په ورځ یوې سیمه ییزې ورځپاڼې ته ویلي داسې احساس مې کاوه چې مرم، ورو ورو په دې فکر کې کېدم چې د موټر لاندې نه وتلی نه شم او مرم.

نوموړی وايي غوښتل مې سامسنګ ټيليفون راونيسم خو دې پېښې هرڅه بدل کړل. اوس داسې ښکاري چې ټول عمر به د ای فون کاروم او زه ترې منندوی یم چې زما ژوند یې وژغوره.