د اسامه زوی ته منسوب پیغام کې پر امریکا د بریدونو غوښتنه

د انځور حقوق AP
Image caption اسامه بن لادن د ژوند وروستیو کې پټ ژوند کاوه

القاعده یو غږیز پیغام خپور کړی او ادعا کوي، چې دغه پیغام د اسامه بن لان زوی حمزه بن لادن له لوري خپور شوی دی.

دغه پیغام ته د القاعده له لوري د لومړني تبلیغاتي پروګرام په نظر کتل کېږي، چې پکې حمزه بن لادن د دغې ډلې د رسمي غړي په توګه یاد شوی دی.

په دغه پیغام کې، چې د القاعده پلویانو پر ټویټر خپور کړی حمزه بن لادن پر امریکا او متحدینو یې د بریدونو غوښتنه کوي.

اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړو ځواکونو له لوري د پاکستان اېبټ اباد کې خپل کور کې ووژل شو.

له هغه راهیسې د القاعده مشري د هغه مرستیال ایمن الظواهر ي کوي. دا معلومه نه ده، چې حمزه بن لادن چېرې ژوند کوي.

داسې باور کېږي، چې د نوموړي عمر د شلو کلونو په شاوخوا کې دی. هغه مهال چې ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه افغانستان ته ورغلل، الجزیره شبکې داسې انځورونه خپاره کړل، چې پکې نوموړی د وسله والو طالبانو تر منځ افغانستان کې لیدل کېږي.

په غږیز پیغام کې نوموړي کابل، بغداد او غزې کې پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې واشنګټن، لنډن، پاریس او تل ابیب کې جهاد وکړي.