چین: د چاودنې درې کیلومتره شاوخوا سیمې اوسيدونکو ته د وتلو امر

د انځور حقوق Xinhua
Image caption د کیمياوي موادو ماهر ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي دي

چینايي چارواکو د تیانجین ښار چاودنې له ځایه په درې کیلومتره ساحه کې دننه اوسېدونکو خلکو ته له سیمې د وتلو امر کړی.

شینهوا رسمي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې پرېکړه د زهرجنو کیمیايي ککړو موادو خپرېدو خطر ته په کتو شوې.

رپوټ کې ویل شوي، چې د کیمیايي جګړې پر مهال فعالیت کونکي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي دي. د چهارشنبې په ورځ د چین دغه ساحلي ښار کې د دوو درنو چاودنو پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس پنځه اتیا کسان ښوول کېږي.

د تیانجین فعالان په ' څرګند ډول د خوندیتوب قوانینو په تر پښو لاندې کولو ' تورن شوي دي.

چین کې چارواکو ته امر شوی، چې په ملي کچه د خطرناکو کیمیايي موادو جاج واخلي او وايي باید په پراخه کچه د غیرقانوني کړنو پر ضد فعالیت وکړي، چې خوندیتوب تضمین شي.

د انځور حقوق Xinhua
Image caption ځینې اورونه لا هم د بلیدو په حال کې دي

د اور ځینې لمبې لا هم لیدلې کېږي، چې په ټیټه کچه بلیږي او یوه لمبه د شنبې په ورځ بېرته لوړه شوه.

د شینهوا په رپوټ کې ویل شوي، چې یو شمېر ولاړو ګاډو کې بیا چاودنې شوې.

چارواکي په دغه ګودام کې یوازې د کلسیم کاربایډ، پوټاشیم نایټریټ او سوډیم نایټریټ نومي کمیايي موادو شتوالی تاییدوي.

خو داسې نا تایید شوي رپوټونه هم شته، چې ګودام کې تر اووه سوه ټنه پورې سوډیم ساینایډ زېرمه شوي وو. کلسیم کاربایډ له اوبو سره له یو ځای کېدو وروسته د چاودنې په بڼه غبرګون ښيي او سوډیم ساینایډ په اوبو کې حل کېږي او د تېرېدو په صورت کې خورا خطرناک ثابیتیدای شي.

پیپلز ډیلي ورځپاڼې د اور وژونکو چارواکو له قوله لیکلي، چې وايي دغه کمیايي مواد د ټکر او یا تودیدو په صورت کې په اسانۍ سره چووي. چارواکي ټینګار کوي، چې تر اوسه د هوا او اوبو د معیار کچه خوندي حد کې ده.