جوبایډن: امریکايي پوځیان بې لارې جهادي وژلي

د انځور حقوق Getty
Image caption ټینیسي ټاون کې د بحري ځواک وژل شویو کسانو یاد غونډې ته ونیا کې بایډن مشکوک برید ګر د بې لاري مفکورې پلوي بللی

د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن وايي جولای میاشت کې د سمندري ځواک د پنځو کارکونکو وژنه د نوموړي په خبره د ' بې لارې ' جهادي کس کړنه ده.

نوموړي دغه خبره داسې مهال کړې، چې رسماً د دغه برید د لاملونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ټینیسي ټاون کې د بحري ځواک کسانو د وژل کېدو یوې میاشتې بشپړیدو پر مهال یاد غونډې ته ونیا کې نوموړي مشکوک برید ګر د بې لاري مفکورې پلوي بللی.

امریکايي چارواکي وايي محمد یوسف حفیظ په یوازې سر پر دوو امریکايي ودانیو برید کړی دی.

بل لور ته ایف بي ای وايي د برید لاملونه لا هم نه دي معلوم شوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر، د دفاع وزیر اشټن کارتر او د وژل شویو کسانو خپل خپلوان دغې یادغونډې ته ورغلي وو.

مرستیال ولسمشر غونډې ته په وینا کې د خپل زوی بوبایډن مړینې ته هم اشاره وکړه.

بوبایډن د ډیلاوئیر ایالت پخوانی لوی څارنوال و او مې میاشت کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ.

د انځور حقوق Reuters
Image caption زه شخصاً له دوی نه د یوه په پېژندګلوۍ مشرف نه شوم، خو بیا هم ما دوی پېژندل جوبایډن

نوموړي د وژل شویو کسانو خپلوانو ته وینا کې وویل: ' کاشکې زه دلته نه وای، زه پوهیږم ستاسې لپاره به دلته راتګ څومره ګرانه چاره وه، زه شخصاً له دوی نه د یوه په پېژندګلوۍ مشرف نه شوم، خو بیا هم ما دوی پېژندل ' د نوموړي په وینا:

'زه پوهیږم، چې دوی معتبر، باور درلودونکي، مسوولیت پېژندونکي او زړه سواند وو، دوی زما زامن وو، زه داسې نور زامن هم لرم، چې پېژنم یې.'

ایف بي ای وايي ۲۴ کلن محمد یوسف حفیظ یوازی برید کړی و، خو وايي دا معلومه نه ده، چې هغه له سخت دریځۍ اغیزمن و او که هغسې چې د کورنۍ نور غړي یې وايي، ذهناً ناروغ و. د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر وايي:

'د دوی د وژنې لامل لا هم څرګند نه دی، موږ نه پوهیږو د وژونکي په ذهن کې څه ګرځیدل.'

بریدګر حفیظ چې د انجنرنګ پخوانی محصل و، پولیسو د پوځ د جلب او جذب پر مرکز د برید له ځایه ۱۲ کیلومتره لرې په ډزو وواژه.

کارټر امریکا کې دننه د پوځیانو امنیت او جلب او جذب مرکزونو د امنیتي تدبیرونو تګلارې بیا ځلې کتنې امر کړی دی.