د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د ترهګرۍ ضد نوي قوانين معرفي کړل

Image caption هغه کسان چې له ترهګرو ډلو سره په مالي ملاتړ پړه وخېژول شي په عمري بند محکومېږي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په هېواد کې مخ په پراخېدونکې توندلارۍ سره د مبارزې لپاره د ترهګرۍ ضد نوی قانون تاييد کړی دی.

په نوي قانون کې د ځانګړو محکمو جوړېدل شامل دي او پوليسو او پوځ ته زيات واک ورکړای شوی دی.

په قانون کې د هغو کسانو لپاره د مرګ سزا ټاکل شوې چې د کومې ترهګريزې ډلې مشري کوي او يا يې هم د جوړولو هڅه کوي.

د بشري حقونو ډلو ويلي د نوي قانون عملي کول به د ناراضه کسانو د ځپلو، د مخالفينو زنداني کولو او د بيان ازادۍ محدودولو لامل وګرځي.

په مصر کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د اسلامپالو ډلو لوري د توندلارۍ کړنې په دې موخه کېږي، چې اوسنی ولسمشر له واکه وپرځوي.

د مصر ولسمشر په جون مياشت کې وروسته له هغه د سختو قوانينو جوړولو ژمنه وکړه چې يو ملکي څارنوال موټر بم بريد کې ووژل شو.

په نوي قانون کې چې د دوشبنې پر ورځ (۱۷، اګست) معرفي شوی د مشکوکو توندلارو قضيې به په ځانګړو محکمو کې څېړل کېږي.

هغه کسان چې له ترهګرو ډلو سره په مالي ملاتړ پړه وخېژول شي په عمري بند محکومېږي او په مصر کې د عمري بند سزا مانا ۲۵ کاله ده.

هغو کسانو او د هغو وېبپاڼو چلوونکو ته به له پنځو تر اوو کلونو سزا ورکول کېږي چې د ترهګرۍ پيغام خپروي.

په تېرو څو مياشتو کې د مصر په سينا ټاپو کې د مصر د امنيتي ځواکونو سلګونه غړي له وسلوالو مخالفينو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

په مصر کې توندلارۍ وروسته له هغه زور واخيست چې په ۲۰۱۳ کال کې اوسني ولسمشر عبدالفتاح السيسي مخکنی اسلامپالی ولسمشر محمد مرسي په زور له واکه لرې کړ.

ورته مطالب