د 'ګيدړې ښکار' په تړاو چین ته د امریکا خبرداری

د انځور حقوق Getty

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی امريکا له دې امله بيجنګ ته خبرداری ورکړی چې له دغه هېواده د ناراضه او تښتېدلو چينايانو د بېرته ورستنولو لپاره يې امريکا ته مخفي کسان استولي.

په دغه راپور کې د امریکايي چارواکو له خولې لیکل شوي، چې د چین دولت، د زور له بېلا بېلو لارو، څخه د دغو چینايي ګډوالو د بیرته ستنېدو هڅې کوي.

دغو امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د چین دولت دغه اقدام په نړیواله کچه دوام لري.

د دغه رپوټ پر بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو فعالیتونو په اړه د چین دولت ته خبرداری ورکړی دی.

بل خوا تمه دا ده چې د چین ولسمشر شي جین پینګ به راتلونکې میاشت امریکا ته سفر وکړي.

'د ګېدړې ښکار'

د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ د چین دغه پروګرام په بيجنګ کې د ،ګېدړې د ښکار عملیاتو، په نامه یادیږي او په امریکا کې د چین د جاسوسي فعالیتونو څخه بېل فعالیت دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ د چین پټ کارکوونکي د دغه هېواد د امنیت وزارت له خوا دغه فعالیتونه کوي او زیاتره یې د سوداګرۍ او سياحتي ویزو له لارې امریکا ته ځي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ پر بنسټ دغه ګډوال یا تېښتېدلي کسان په امریکا کې تر فشار لاندې نیول کېږي او د دوی د کورنۍ غړي په چین کې د ننه تر ګواښ لاندې راځي.

دغه رپوټ ادعا کوي چې د دغو عملیاتو په ترسره کولو سره له ۹۳۰ نه ډېر کسان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه چین ته بیرته ستانه شوي دي.

ویل کېږي د ګېدړې د ښکار د عملیاتو اصلي موخه سیاسي مخالفان او هغه کسان دي چې په چین کې د مالي فساد په تور تر تعقیب لاندې دي.

ورته مطالب