تايلنډ د بنکاک بريد کوونکي ويډيو خپره کړې ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د تايلنډ چارواکو د هغه بمي چاودنې سره په تړاو د يوه شکمن کس ويډيو خپره کړې، چې د دوشنبې پر ورځ يې د پلازمېنې بنکاک يوه زيارت کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي وو.

دغه سړی ليدل کېږي چې د ناستې پر مهال د شا بکس له ځان لرې کوي او ترې روانېږي.

د دې هېواد لومړی وزير پرايوت چان اوچا، دا د دې هېواد پر وړاندې تر ټولو ناوړه بريد بللی دی.

په ويډيو کې ځوان کس ښکاري چې زيړ شرټ او تور پتلون يې اغوستی دی.

ويډيو ښي دغه کس په هغه ځای کې ناست و چې بمي چاودنه شوې وه.

د تايلنډ چارواکي وايي په دې په دې پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپيان دي.

دغه چاودنه د بنکاک په چيډلوم سيمه کې اېروان زيارت سره نژدې شوه وه.

د بي بي سي خبريال جانتن وايي د پېښې په ځای کې په لويه کچه وېجاړي رامنځ ته شوې ده.

بريد، ۱۷ اګست ځايي وخت د مازديګر پر اوو بجو شوی او تر اوسه هېڅ کومې ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

راپورونو ښودلې وه چې په دې بريد کې بهرني سيلانيان هم وژل شوي چې د چين، هانکانګ، بريتانيا، اندونيزيا، ماليزيا او سنګاپور اوسېدونکي دي.

پوليسو ويلي چې يو بل بم يې د رټچربرسونګ سيمه کې شنډ کړی دی.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AFP