مودي: ښه طالبان، بد طالبان نور نه چلېږي

د انځور حقوق
Image caption د دوشنبې په ورځ مودي د متحده عربي اماراتو له مشرانو سره د دواړو هېوادونو پر نژدې اړیکو ټینګار وکړ

د هند او پاکستان تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا د یوه تازه ګام په توګه د هند لومړي وزیر نرېندر مودي متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال ترهګرۍ ضد څرګندونو کې پاکستان ته په اشارې یو ځل بیا سختې نیوکې کړې دي.

که څه هم نوموړي د پاکستان نوم یاد نه کړ، خو و یې ویل، دی چې چا ته پیغام ورکوي، ځان پخپله پېژني.

ده ټینګار وکړ، چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې باید یو ډول چلن وشي:

''د نړۍ هېوادونه باید د ترهګرۍ پر وړاندې سره یو لاس شي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي. ښه طالبان بد طالبان ښه ترهګر بد ترهګر نور د منلو نه دي. هر څوک باید اوس دا پرېکړه وکړي چې آیا له ترهګرو سره دی او یا دا چې د ترهګرو خلاف دی.''

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر پوله باندې په دې وروستیو کې وسله والو شخړې زیاتې شوې دي.

له بله پلوه، ټاکل شوې، چې راتلونکې اونۍ ته د هند او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران پر دوه اړخیزو اړیکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي مودي په دوبۍ کې یوې لویې غونډې ته په خپلې دغې وینا کې افغانستان یو نژدې ملګری هېواد بللی او ټینګار یې کړی، چې له افغانانو سره به خپلې مرستې روانې وساتي:

''افغانستان زموږه ګاونډی دی. افغانستان له سختو ورځو د تېرېدو په حال کې دی، او له اوږدې مودې راهیسې ټپونه پر زړه لري او هندوستان تل د مرهم لګولو هڅه کړې او کوي یې. هیله لرو افغانستان یو ځل بیا پر پښو ودرېږي ځکه موږ له ماشومتوبه د کابلي والا کیسه په یاد لرو. کله چې د کابلي والا خبره کوو، نو موږ ډېر د دوستۍ احساس کوو. خویندو او وروڼو! موږ دا هڅه کوو چې بهارت د پرمختګ لوړو پوړو ته ورسوو او له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د دوستۍ اړیکې پراخې کړو او یوځای پر مخ ولاړ شو.''

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي مودي دا وینا په داسې وخت کې کړې چې تېره اونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د وروستیو بریدونو په تړاو پر پاکستان سختې نیوکې کړې وې.

ښاغلي مودي دا وینا په داسې وخت کې کړې چې تېره اونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د وروستیو بریدونو په تړاو پر پاکستان سختې نیوکې کړې وې.

له بلې خوا، د یمن په جګړې کې د نه ګډون له کبله د پاکستان او متحده عربي اماراتو اړیکې هم سړې شوې دي.

خپل قسمت

مودي وویل، د سوېلي آسیا هر هېواد – له افغانستان نه نیولې تر بنګله دېش پورې – د هند د پرمختګ ملګری دی، چې په وینا یې ''هغه څوک چې له موږ سره یوځای کېدل نه غواړي، خپل قسمت ټاکلی شي.''

د هند لومړي وزیر د دوبۍ له چارواکو سره پر دوه اړخیزه اقتصادي، دفاعي، امنیتي او کلتوري موضوعاتو خبرې وکړې.

ددغه سفر په اوږدو کې د هند او د متحده عربي اماراتو مشرانو پر څو میلیاردیزې پانګونې هوکړه وکړه، چې پربنسټ به یې په هند کې زېربنايي کارونه کېږي.

ویل کېږي، په هند کې د راتلونکي نسل لپاره د جوړېدونکو زېربناوو لپاره د تمویل کچه ۷۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی شي.

په دغو زېربناوو کې د رېل پټلیو جوړول، بندرونه، سړکونه، هوايي ډګرونه، صنعتي مېنې او پارکونه جوړول هم شامل دي.

ورته مطالب