"د بنکاک بريدګر د يوې ډلې غړی دی"

د انځور حقوق Royal Thai Police

د تايلنډ پوليسو مشر وايي د بنکاک ايرروان مزار بريد کې چې ۲۰ کسان په کې وژل شوي وو يوې "ډلې" ترسره کړی دی.

دی وایي دا کېدای شي د يوه کس کار نه وي او ډېر کسان په کې ښکېل وي.

پوليسو د شکمن بريدګر کاږلی انځور هم خپور کړی او له خلکو يې غوښتي چې په پيداکولو کې يې ورسره مرسته وکړي.

دوی وايي دوه نور نيول شوي کسان هم کېدای شي په دې پېښه کې لاس ولري.

د تايلنډ چارواکو وړاندې د دې کس يوه ويډيو هم خپره کړې وه، په ويډيو کې يو ځوان کس چې ژېړ شرټ او تور پتلون يې اغوستی و ښکارېده.

د دې هېواد لومړي وزير پرايوت چان اوچا، دا د دې هېواد پر وړاندې تر ټولو ناوړه بريد بللی دی.

ويډيو کې دغه کس په هغه ځای کې ناست و چې بمي چاودنه شوې وه.

د تايلنډ چارواکي وايي په دې بريد کې ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

بريد، ۱۷ اګست ځايي وخت د مازديګر پر اوو بجو شوی او تر اوسه هېڅ کومې ډلې د بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

راپورونو ښودلې وه چې په دې بريد کې بهرني سيلانيان هم وژل شوي چې د چين، هانکانګ، بريتانيا، اندونيزيا، ماليزيا او سنګاپور اوسېدونکي دي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AFP