د امریکا د خوړو او درملو سازمان د 'ښځينوو ویاګرا' تایید کړه

د انځور حقوق

د امریکا د خوړو او درملو سازمان اېف ډي اې یو ډول درمل چې د 'مېرمنو ویاګرا' په نامه مشهور شوي په ښځينوو کې جنسي لیوالتیا تقویه کوي، تایید کړي.

فليبنسرین (Flibanserin) چې د درملو جوړولو اسپراوت شرکت لخوا تولید شوي د اېف ډي اې د مشاورینو د کمیټې به ناسته کې تایید شول.

دغه درمل هغو ښځينوو ته د جنسي لېوالتیا بیا موندلو لپاره د همکارۍ په موخه چمتو شوي چې دوی د ژوند هغو کلونو ته نژدې شوي چې نور د بچیانو له زیږولو نهیلې وي او د ماغزو د ځینو کیمیايي جوړښت له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

مخکې دغه درملو له دې کبله چې اغېز یې کم و تر نیوکې لاندې راغلي و.

د امریکا د خوړو او درملو سازمان مخکې دوه ځلې دغه درمل د بې اغیزېتوب او نورو عوارضو له کبله رد کړي و.

د انځور حقوق AP
Image caption د ماغزو د ځینو کیمیايي جوړښت له پیاوړتیا سره مرسته کوي

هغو ښځو چې دغه درمل یې خوړلي، وايي د دوی جنسي اړیکي په یوې یا دوو میاشتو کې یو ځل زیاتې شوې او دا هغه نتیجه ده چې کارپوهانو (ضعیفه) بللې. دغه درمل اصلاً جرمني بورینګر اینګلهایم شرکت تولید کړي و. د اېف ډي اې لخوا د دغو درملو له ردېدلو وروسته اسپراوت بیا له دغه شرکت څخه دا درمل واخیستل.

د جون میاشتې په ۴ مه د اېف ډي اې د کارپوهانو د پلاوي په ناسته کې یادونه شوې وه چې دغه درمل د جنسي اړیکي د لېوالتیا د کمښت د درملنې لپاره د وچوالی پړاو (د عمر هغه پړاو چې مېرمنې نه شي کولی ماشوم وزېږوي) ته له رسېدو مخکې باید وکارول شي.

هغه مېرمنې چې د دغو درملو د کارونې لارښونه ورته شوې باید هره شپه دا درمل وخوري.

د انځور حقوق AP
Image caption د اسپراوت شرکت مدیرې سیندی وایتهد اسوشیتدپرس ته ویلي، چې د دغو درملو اعلان او تبلیغ به په ډېر دقت وکړي

خو لومړی باید ډاکټران دا تشخیص کړي چې ایا ناروغ رښتیا هم جنسي اړیکو د لېوالتیا کمښت چې د ګډوډۍ لامل کېږي ځوریږي او که نه.

دا لومړی ځل دی چې دا ډول درمل بازار ته وړاندې کېږي.

ورته مطالب