بريتانيا د يکشبنې پر ورځ تهران کې سفارت پرانيزي

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۲۰۱۱ کال کې په تهران کې د لاريون کوونکو له خوا د بريتانيا پر سفارت له بريد وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ دېپلوماتيکې اړيکې ختمې شوې وې

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، چې د دې هېواد سفارت به د يکشنبې په ورځ تهران کې پرانيستل شي.

د رويټرز او د بريتانيا د ګارډين ورځپاڼې په وينا، بريتانيا به د يکشبنې په ورځ تهران کې خپل سفارت پرانيزي.

راپورونه وايي د بریتانيا د بهرنيو چارو وزارت فيليپ همونډ به تهران ته د سفارت د پرانستنې لپاره سفر وکړي او له ده سره به نور مشران هم مله وي.

نژدې يوه مياشت وړاندې د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامرون د ايران د ولسمشر حسن روحاني سره په خبرو کې ويلي چې هېواد يې غواړي په تهران کې خپل سفارت پرانيزي او ويلي يې وو، چې د هستوي پروګرام پر سر تړون به د دواړو هېوادونو اړيکو کې "نوی پيل" وي.

په ۲۰۱۱ کال کې په تهران کې د لاريون کوونکو له خوا د بريتانيا پر سفارت له بريد وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ دېپلوماتيکې اړيکې ختمې شوې وې.

د بريتانيا او ايران تر منځ اړيکې او خبرې وروسته تر هغې پیل شوې چې ايران کې نوی ولسمشر وټاکل شو او د هستوي پروګرام په اړه يې له نړيوالو سره خبرې پيل کړې.

دا پرېکړه پر داسې وخت کېږي چې په عراق کې حکومتي ځواکونه له وسله والو اورپکو ډلو سره په سخته جګړه بوخت دي.