د تندر غورځېدو له کبله ډیټا له منځه تللې

Image caption برېښنا څلور ځلې ټکر شوې، ځکه زما لپاره حیرانونکې نه ده، چې د کاروونکو ډیټا اغیزمنه شوې وي جیمز ولمین

بلجیم کې د ګوګل یوه ډیټا مرکز سره د تندر ټکر له کبله ډسکونو کې شته ډیټا له منځه تللې. ویل کېږي، چې پر ګوګل مرکز څلور ځلې تندر لويدلی، چې له کبله یې د ګڼو کسانو ډیټا په بشپړه توګه له منځه تللې ده. ځینې ډسکونه داسې هم شته، چې بیا وروسته ورته لاسرسی ممکن شو.

د یادونې ده، چې له تندر نه د ډیتا خوندې ساتلو لپاره د نورو ودانیو پر تله دغه ډول مرکزونو کې د خوندیتوب ډېر اقدامات کېږي.

د برېښنا له کبله د اوښتي زیان مخنیوي اورین نومي مرکز پروژو مدیر جسټ ګل په وینا اسماني برېښنا په یوه ودانۍ کې موجود مواصلاتي نظام اغیزمنولای شي.

ګوګل انجن سروس کاروونکو ته د ډیټا خوندي کولو زمینه برابروي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د ګوګل کومو کاروونکو ډیټا اغیزمنه شوې او څه ډول زیان ورته اوښتی.

په یوه انلاین خپره شوې اعلامیه کې ګوګل ویلي، چې د یو څو کسانو ډیټا د تندر غورځېدو له کبله په بشپړه توګه اغیزمنه شوې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ګوګل ویلي، چې د یو څو کسانو ډیټا د تندر غورځېدو له کبله په بشپړه توګه اغیزمنه شوې ده

یو خپل چاری سیسټم شته، چې په مرسته یې مواد بېرته خوندي کېږي او د خوندیتوب لپاره د بېټرۍ بیک اپ هم موجود وي.

د کمپنۍ په وینا په راتلونکي کې له دغه ډول زیان نه د خوندیتوب لپاره د غبرګون او هارډ ویئر سیسټم ته بیا کتنه کوي. د فیچر ټیک ویاند په خبره که څه هم د ډیتا مرکز په ډیزاین کې دې ته پام کېږي، چې له برېښنايي ټکره خوندي پاتې شي، خو ډیټا مرکزونو کې د برېښنا لېږد لپاره کارېدونکو اوسپنیزو لښتو سره د برېښنا ټکر ناشونې چاره نه ده.

بل لور ته د انجنرنګ سیلز مشر جیمز ولمین وايي، برېښنا څلور ځلې ټکر شوې، ځکه زما لپاره حیرانونکې نه ده، چې د کاروونکو ډیټا اغیزمنه شوې وي.

که څه هم داسې ډېر لږ کېږي، چې د برېښنا له ټکر سره ټوله ډیټا له منځه لاړه شي، خو کاروونکي د یو شمېر احتیاطي تدبیرونو پر مټ کولای شي ډيټا بېرته تر لاسه کړي.