ترکیه بیا پارلماني ټاکنې کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption اردوغان له ۲۰۰۳ کال راهیسې لومړی وزیر پاتې شوی، چې بالاخره تېر کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو.

د ترکیې ولسمشر رجیب طیب ایردووان ویلي، دا چې لومړی وزیر احمد داود اوغلو د ایتلافي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلی، د راتلونکې نومبر میاشتې پر لومړۍ نېټه به بیا پارلماني ټاکنې کېږي.

ښاغلي ایردووان ویلي، تر ټاکنو پورې به لنډمهالې اداره حکومتي چارې مخته وړي.

په داسې حال کې چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې هېڅ کوم ترکي ګوند پارلماني ټاکنو کې غوڅ اکثریت ونه ګاټه، ولسمشر رجب طیب ایردووان، لومړي وزیر احمد داود اوغلو او د عدالت او پراختیا ګوند له نورو ګوندونو سره د یوه ایتلافي حکومت په جوړولو خبرې وکړې.

د اګست ۲۳مه، د ایتلافي کابینې د جوړېدو وخت ټاکل شوی، خو دواړه غاړې وايي د ایتلافي حکومت د جوړېدو لپاره لاتر اوسه هوکړې ته نه دي رسېدلي.

په وروستیو ټاکنو کې عدالت او پراختیا ګوند، له ۱۳ کلنې واکمنۍ وروسته پارلمان کې غوڅ اکثریت له لاسه ورکړ.

د رجب طیب ایردووان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند په مخکینیو پارلماني ټاکنو کې په اسانۍ سره ډېرې څوکۍ وګټلې، دغه ګوند د پارلمان له ټول ټال ۵۵۰ څوکیو ۳۲۷ خپلې کړای شوې.

خو په ټاکنو کې کیڼ اړخو کردي دیموکراتیکو ګوندونو پارلمان ته د لومړي ځل لپاره لاره ومونده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کمال قلیتچ دار اوغلو په مشرۍ مخالف ولسي جمهوري ګوند د اردوغان پروړاندې لوی سیال ګڼل کېږي

د ترکیې د سیاسي چارو شنونکي وايي، ښکاري چې د هر ګوند په رایو کې به د پام وړ بدلون راشي.

د عمومي نظرپوښتنوله مخې، اوس په ترکیه کې د پارلماني نظام ملاتړي ډېر دي، چې آن د واکمن ګوند پلویان یې هم ورمات کړي دي.

د انځور حقوق AFP