شمالي کوریا پوځ ته د جګړې لپاره د 'تیارسئ' امر کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption کیم جونګ اون خپلو پوځي قومندانانو ته د رواني جګړې لپاره د مبارزې کولو امر کړی

د شمالي کوریا مشر له ګاونډي سوېلي کوریا سره پر پوله ''جګړې ته ورته'' وضعیت اعلان کړی او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی چې پر پوله د ''تیارسئ'' په حالت کې شي.

د جمعې په ورځ (زمری ۳۰/ اګست ۲۱) د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس وویل، مشر یې کیم جونګ اون له سوېلي کوریا سره پر پوله خپلو ځواکونو ته د ځای پرځای کېدو امر کړی.

ددغه امر په خپرېدو سره، د شملاي کوریا رادیو تلوېزیون پوځي سندرې او د جګړې پیغامونه خپاره کړي.

تېره ورځ، د سوېلي کوریا دفاع وزارت ویلي و، د شمالي کوریا پوځي کنډکونه د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله له یو بل سره جنګېدلي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا تر دې حده رسېدلې، چې پر پوله د شمالي کوریا پرضد په لاسپیکرو کې تبلیغات خپاره شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له تېرو یوولسو کلونو آرامۍ وروسته، دواړوې کوریاګانې د یوبل پرضد تبلیغات پیل کړي دي.

د جنوبي کوریا چارواکو ویلي، شمالي کوریا دا کار وروسته تر هغه کړی، چې پر پوله یې دوه پوځيان په یوه چاودنه کې ټپیان شول.

شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د شنبې ورځې تر ماښامه وخت ورکړی، چې لاسپیکر لیرې کړي.

له تېرو یوولسو کلونو آرامۍ وروسته، دواړوې کوریاګانې د یوبل پرضد تبلیغات پیل کړي دي.

د شمالي کوریا خبري اژانس ویلي ''پوځي قومندانان سیمې ته استول شوي، چې د تهاجمهي عملیاتو د مخنیوي لپاره ځانونه جګړې ته چمتو کړي او د جنوبي کوریا فعالیتونه ودروي.''

په وروستیو ورځو کې د سوېلي کوریا په ګڼو سیمو کې د شمالي کوریا د مشر او اتومي او پوځي تګلارو پرضد لاریونونه وشول.

د انځور حقوق AP
Image caption د شمالي کوریا د حکومت مخالفانو پر پوله په سوېلي کوریا کې مظاهرې وکړې

ورته مطالب