په چين کې د کيميايي موادو کارخانه کې چاودنه شوې

د انځور حقوق Reuters

راپورونه وايي د چين په ختيځ ولايت شنډونګ کې د کيميايي موادو په يوه کارخانه کې چاودنه شوې ده.

ویل کېږي د پېښې ځایه کې په لويه اندازه اور ښکاري، تراوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

د يوې ځايي خبري رسنۍ په وينا دغه پېښه د رونېکس کيميايي موادو په يوه ګدام کې شوې ده.

له دغې کارخانې ۱ کيلومتر لرې د اوسېدو ځايونه هم شته.

تېره مياشت د دې هېواد په شمالي ولايت تيانجن کې د چاودنې له کبله ۱۱۶ کسان وژل شوي وو.

د شبنې چاودنه له زيبو ښار سره نژدې شوې او په سيمه کې کورونو ته د زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.

د چين دولتي رسنيو په وينا په د پېښې په ځای کې شيشې ماتې شوې او وايي د چاودنې غږ تر دوو کيلومترو پورې اورېدل شوي و.

د چاودنې په ځای کې د دې وېره پيدا شوې چې کېدای شی په سيمه کې خطرناک غازونه خپاره شوي وي.