"کشمير کې د لښکر طيبه درې اورپکي وژل شوي"

د انځور حقوق AP
Image caption هند وايي د دې ډول بريدونو تر شا له پاکستانه راغلو اورپکو لاس دی، خو پاکستان بيا دغه تورونه ردوي.

چارواکي وايي د هند تر ولکې لاندې کشمير په کپواړه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې درې اورپکي وژل شوي دي.

چارواکو بي بي سي ته ويلي دغه جګړه د کپواړې په هدواړا سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د دوی په وينا په دې پېښه کې دوه هندي پوځيان ټپيان شوی او وايي داسې ښکاري چې يو اورپکی تر اوسه د پېښې په ځای کې پټ دی.

پوليس وايي ټول وژل شوي کسان د لښکر طيبه غړي دي.

په تېرو څو ورځو کې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د اورپکو او پوځ تر منځ په جنګ جګړو کې زياتوالی راغلی دی.

د راوانې مياشتې پر پنځمه نېټه، اودهم پور سيمې سره نژدې په سرینګر کې د شخړې له امله يو اورپکی او دوه هندي پوځيان وژل شوي وو.

هند وايي د دغو بريدونو تر شا له پاکستانه راغلو اورپکو لاس دی، خو پاکستان بيا دغه تورونه ردوي.

د کشمير د لانجې پر سر د پاکستان د استازو سفر لغوه شوی دی.

پاکستان ويلي د هند له لوري له شرطونو اېښودلو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ ډيلي کې خبرې بې ګټې دي.

د پاکستان له دغه اعلان وروسته د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند وکاس سروپ، پر خپله ټيوټر پاڼه ليکلي، چې د پاکستان دغه پرېکړه يوه بدمرغي ده او وايي هند هېڅ ډول مخکيني شرطونه نه دي اېښي.