مصر له بریتانیا د فرعوني مجسمې ستنولو ته پیسې ټولوي

د انځور حقوق
Image caption دغه مجسمه په ۱۸۸۰ کال د بریتانیا د یوه ښار شورا ته 'ډالۍ' شوې وه.

د مصر د لرغونو آثارو وزیر له هېوادونو غوښتي، چې له بریتانیا نه د شاوخوا څلور زره کلنې فرعوي تاریخي مجسمې د بېرته ستنولو لپاره پیسې راټولې کړي.

دغه مجسمه د نارټمپټون ښار سیمه ییزې شورا د شاوخوا ۱۵،۷۶ میلیون پوڼدو په مقابل کې پلورلې وه.

ممدوح الدماطي خبریالانو ته وویل، بریتانیا بهر ته ددغې مجسمې د لېږدولو د مخنیوي لپاره د روانې اګست میاشتې تر ۲۸ پورې وخت ورکړی و.

دا هم ویل شوي، چې د مجسمې د پېردونکو لپاره یې دا وخت د ۲۰۱۶ کال د مارچ تر ۲۹ پورې غځولی دی.

د بریتانیا په کلتوري چارو کې د حکومت وزیر اید فایزي ویلي، د بریتانیا چارواکو ددغه کابو څلور زره کلنې تاریخې مجسمې پر لېږد د لنډمهال لپاره بندیز لګولی و.

رپوټونه وايي، دغه مجسمه په ۱۸۸۰ کال د بریتانیا د یوه ښار شورا ته 'ډالۍ' شوې وه.

د انځور حقوق
Image caption د مجسمې اصلي بهرنی مشتري نه دي په ډاګه شوی

د نارټمپټون ښار شورا دغه مجسمه تېر کال خرڅلاو ته وړاندې کړه، چې هدف یې په ترلاسه کېدونکو پیسو د ښار د موزیم پراخول وو.

د مصر د سیاحت وزیر په یوه خبرپاڼه کې ددغې مجسمې خرڅول غندلي چې وايي ''دا د مصر، فرعوني او نړیوال میراث د ساتنې په تړاو له هر ډول نړیوالو تړونونو او دودونه ډاګیزه سرغړونه ده.''

د ویلو ده چې دغه مجسمه په تېر جولای میاشت کې د لند کریسټیز خرڅلاوځي پر یوه بهرني مشتري په داسې حال کې وپلورل شوه، چې پر پلورلو یې سختې مظاهرې وشوې.

د انځور حقوق Other
Image caption د نارټمپټون ښار شورا دغه مجسمه تېر کال خرڅلاو ته وړاندې کړه، چې هدف یې په ترلاسه کېدونکو پیسو د ښار د موزیم پراخول وو.
د انځور حقوق Other
Image caption دغه مجسمه د نارټمپټون ښار سیمه ییزې شورا د شاوخوا ۱۵،۷۶ میلیون پوڼدو په مقابل کې پلورلې وه.

ورته مطالب