تهران کې د بریتانیا سفارت بیا پرانیستل شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی هامونډ د ایران مهراباد هوايي ډګر کې له الوتکې کوز شو

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ تهران ته له یوه سوداګریز پلاوي سره سفر کړی او هلته یې د خپل هېواد سفارت بیا پرانیستی دی.

دا په تېرو ۱۲ کلونو کې لومړی ځل دی چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر تهران ته سفر کوي.

پر همدې مهال، په لندن کې هم د ایران سفارت بېرته پرانیستل کېږي. ایراني رسنیو ویلي په لندن کې د ایران د سفارت بېرته پرانیستغونډه کې بریتانیا کې د ایران د سفارت شازدافیر محمد حسن حبیب الله زاده هم و.

فیلیپ هامونډ وویل، د ایران د اتومي لانجې پر سر له لوېدیځو هېوادونو سره د ایران هوکړه او په ۲۰۱۳ کال د ولسمشر په توګه د حسن روحاني ټاکلو له دوی سره همکاري وکړه، چې له لوېدیځ سره د ایران اړیکي ښه شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ددواړو هېوادونو د سفارتونو بېرته پرانیستل به پر دوه اړخیزو اړیکو ښه اغېز وکړي.

وړاندې د امریکا او اروپا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي ویلي وو، چې د سفارتونو پرانیستل به اوس د شازدافیر په کچه فعالیتونه کوي.

ښاغلي تخت روانچي دا هم ویلي، په پام کې ده، چې د دواړو هېوادونو کنسولي چارې یوځل بیا له سره پیل شي.

په پام کې ده چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر تهران ته د خپل دوه ورځني سفر په اوږدو کې له ولسمشر حسن روحاني، د پارلمان له مشر علي لاریجاني، د ملي امنیت د عالي شورا له مشر علي شمخاني او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره هم کتنې او خبرې ولري.

د انځور حقوق Getty
Image caption د بریتانیا سفارت د ایران په دیپلوماتیکه سیمه کې او د بریتانیا فرهنګي مرکز هم په تهران کې په ۱۳۹۰ کال د بریتانیا د سیاست د مخالیفینو لخوا تر برید لاندې راغی.

د بریتانیا سفارت د ایران په دیپلوماتیکه سیمه کې او د بریتانیا فرهنګي مرکز هم په تهران کې په ۱۳۹۰ کال د بریتانیا د سیاست د مخالیفینو لخوا تر برید لاندې راغی.

له دې وروسته بریتانیا خپل سفارت وتاړه او خپل دیپلوماتان یې لندن ته وروغوښتل او همدارنګه ایراني دیپلوماتانو ته یې هم لار ښونه وکړه چې د بریتانیا خاوره پرېږدي.

له دغې پېښې نه دوې اونۍ مخکې د دغو دو هېوادونو اړیکي پر ایران د بندیزونو له کبله ترینګلې شوې وې.

ورته مطالب