روم سمندر کې ایسار له دوو زرو ډېر کډوال ژغورل شوي

د انځور حقوق epa
Image caption د ملګرو ملتونو په وینا د سږ کال اوږدو کې ۲۶۴ زره کسان د روم له سمندره تېر شوي دي

د ایټالیا ساحلي ساتونکي وايي، د لیبیا له ساحله لرې یې له دوو زرو ډېر کډوال له بېلا بېلو کښتیو ژغورلي دي.

دوی وايي دا د ژغورنې عملیاتو لړ کې په یوه ورځ کې تر ټولو ډېر شمېر ژغورل شوي کسان دي.

د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې ساتونکو ته لږ تر لږه له شلو کښتیو د مرستې غوښتنې لپاره زنګونه وهل شوي وو.

د سږ کال اوږدو کې له غیر قانوني لارو اروپا ته د تلو هڅو لړ کې نژدې ۲۰۰۰ کډوال وژل شوي دي.

دغه ډېری کسان په داسې کښتیو کې وو، چې کوچنۍ وې او له وړتیا ډېر کسان پکې ناست وو. له لیبیا نه اټالیا ته سمندري لاره اروپا ته د تلونکو لپاره تر ټولو مشهوره هغه ده.

د ملګرو ملتونو په وینا د سږ کال اوږدو کې ۲۶۴ زره کسان د روم له سمندره تېر شوي دي.

دوی وايي له دغو نه ۱۰۴ زره کسان د اټالیا ساحلونو او ۱۶۰ زره کسان د یونان ساحلونو ته رسيدلي دي.

چارواکي وايي د شنبې په ورځ د لیبیا له ساحلونو لرې سمندر منځ کې د ژغورنې دغو عملیاتو کې د اټالیا سمندري ځواک دوو بېړیو برخه درلوده.

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه ډېری کسان په داسې کښتیو کې وو، چې کوچنۍ وې او له وړتیا ډېر کسان پکې ناست وو

د سمندري ځواکونو په وینا له دوو لرګینو کښتیو د مرستې غوښتنې یې تر لاسه کړې، چې وايي له هغه وروسته فلګوسي نومي بيړۍ ۵۰۷ کسان او ویګا نومي بیړۍ ۴۳۲ کسان وژغورل.

د ژغورنې دغو عملیاتو کې یو شمېر نورو ایټالوي بيړیو هم برخه درلوده او د ناروې سمندري ځواک سایم پایلټ، هم پکې شامله وه چې د اروپايي اتحادیې ټرایټن ګزمې لپاره ګومارله شوې ده.

د بې پولې ډاکټرانو خیریه سازمان یوې بېړۍ هم ۳۱۱ کسان ژغورلي، چې پکې یو نوی زېږېدلی ماشوم هم شامل دی.

د سمندري ځواک په وینا ګزمه کونکو بیړیو او کښتیو له داسې کښتیو نه چې د اوږده سمندري سفر وړتیا نه لري، د جمعې له شپې بیا د شنبې تر ګهیځه نژدې ۱۰۰۰ کسان ژغورلي دي.

په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې نژدې ۱۰۰۰ کسان په نورو کښتیو کې لا هم د اټالیا ساحلونو پر لور سفر کوي.

پر لومړي وزیر مېتیو رینزي د ژغورنې عملیاتو پراخولو له کبله نیوکې کېږي. د فورزاټالیا ګوند سناتور موریزیو ګیسپاري وايي:

'دا یوه ټوکه ده، موږ خپل ځواکونه د قاچاقبرو پر دنده ګومارو او دا باوري کوو، چې پر موږ باید برید وشي.'

د بشري حقونو فعالان وايي، په منځني ختیځ کې روانې جګړې او ظلم جبر د دې لامل شوي، چې د پناه غوښتونکو شمېر ډېر شي او وايي باید اروپايي حکومتونه دغو کسانو ته خوندي لارو ورکولو لپاره نورې هلې ځلې وکړي.